شاته

په عراق کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف پر پوځي اډې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي

عراقي چارواکي وايي، د سه شنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶مه) درې بې پیلوټه الوتکو د اربیل په هوايي ډګر کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر یوې پوځي اډې برید کړی دی.

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه، له دغه اډې څخه د سخت دريځو اورپکو پر ضد د عملیاتي مرکز په توګه کار اخلي.

د عراق د کردستان خپلواکې سیمې د ترهګرۍ ضد ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو بې پیلوټه الوتکو د دغه پوځي اډې په دوو برخو بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړي برید په ترڅ کې دوې بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي او دریمه الوتکه د همدې اډې په ډګر کې لوېدلې او پکې ځای پرځای شوي چاودیدونکې توکي نه دي چاودلي.

د امريکا د دفاع وزارت يوې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط‌ ویلي،‌ چې په دې بريدونو کې هیڅ راز مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې سيمه ييزو چارواکو د دغه ډول بريدونو پړه پر افراطي ډلو اچولې، چې ايران يې ملاتړ کوي.

د اسرائیل او حماس تر منځ د نښتو له پیل وروسته په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو او نړیوال ایتلاف پر اډو بریدونه زیات شوي دي.

د امريکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې نېټې راهيسې پر دغو ځواکونو ٣٨ راکټي او د بې پیلوټه الوتکو بريدونه شوي چې په پایله کې یې ۴۵ امريکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې، ایران خبرداری ورکړی و، چې که د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوربند ونه شي، په سیمه کې د وسله والو ډلو پرضد به چوپه خوله پاتې نه شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، دوه ورځې وړاندې په بغداد کې وویل چې واشنګټن دغه بریدونه له ایران سره تړلي او هغه یې د نه منلو وړ بللي دي.

"په عراق کې د اسلامي مقاومت" ډلې په عراق کې پر ایتلافي ځواکونو د ګڼ شمېر بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

دا مهال په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتېري میشت دي او هڅه کوي چې دغلته د داعش ډله بیا پورته کېدو ته پرې نږدي.

فورم \ دبحث خونه