شاته

کرکټ نړیوال جام: له استرالیا سره لوبه د افغانستان په زیان پای ته ورسېدله

د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ نومبر اوومه (لړم ۱۶) د افغانستان او استرالیا تر منځ لوبه د ګلین مکسویل د ۲۰۱ منډو په مټ د استرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

افغانستان د هند په ممبۍ کې د دې لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ابراهیم ځدراڼ د سلیزې او راشد خان د ۳۵ چټکو منډو په مټ یې استرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.

استرالیا په ځواب کې، د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې کړې وې او داسې ګڼل کېده چې لوبه به د افغانستان په ګټه پای ته ورسیږي. خو د ګلین مکسویل او پاټ کمینز اوږدې ملګرتیا د افغانستان د بري مخنیوی وکړ او لوبه د درې ویکټو په توپیر د استرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

مکسویل ددغه لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د استرالیا میچل مارش ۲۴ منډې وکړې او زیاتره نور استرالیایي لوبغاړي له لسو په کمو منډو وسوځېدل.

د افغانستان دپاره پرانیستونکي توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۴۳ توپونو ۱۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. بل پرانیستونکی توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ۲۱ منډو کولو وروسته وسوځېد. او د افغانستان نورو توپ وهونکو رحمت شاه ۳۰ منډې، کپتان حشمت الله شهیدي ۲۶، او عظمت الله عمرزي ۲۲ منډې وکړې.

د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان د استرالیا دوه لوبغاړي وسوځول. د افغانستان تیزو توپ اچوونکو عظمت الله عمرزي او نوین الحق د مخالف لوري دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د استرالیا توپ اچوونکي جاش هزلووډ د افغانستان دوه لوبغاړي وسوځول. نورو توپ اچوونکو میچل سټارک، ګلین مکسویل او ادم زمپا یوه-یوه ویکټ واخیستله.

استرالیا پنځه ځله د ۵۰ اوریز کرکټ نړیوال جام ګټلی دی.

دا لوبه په روان نړیوال جام کې د استرالیا شپږم بری دی او له دې بري سره یې د جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په روان نړیوال جام کې افغانستان تر اوسه اته لوبې کړي، او څلور یې ګټلي دي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ (نومبر ۱۰) د جنوبي افریقا په خلاف ده.

فورم \ دبحث خونه