شاته

عرفان پټان: افغانستان سره د پښتو تړاو لرم او د کرکټ لوبډلې ملاتړ یې کوم

د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبډلې د قوي لوبډلو په ماتولو سره نه یوازې په خپل هیواد کې دننه بلکې په نړیواله کچه مینه وال پیدا کړیدي. یو داسې مینه وال یې د هند د کرکټ پخوانی ستوری عرفان پټان دی.

عرفان پټان وایي چې د افغانستان سره د پښتو تړاو لري او غواړي افغانستان ته ولاړ شي او د خپلو مینه والو سره وخت تیر کړي.

هغه امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې وویل: "هیله لرم چې افغانستان ته ولاړ شم او د دوی سره وخت تېر کړم. زه د افغانستان مینه والو ته دا بلنه ورکوم چې تاسو چیرته هم یاست. زما سره وینئ. ستاسو نه زیات به زه ستاسو سره په لیدو خوشحالېږم."

ښاغلی پټان وايي، د افغانستان کرکټ لوبډله ډېر روښانه راتلونکی لري.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان ټیم د خلکو ډیر خوښ دی او هر چیرته هم دغه خبرې کیږي. د تر ټولو نه زیاته چې کومه لوبډلې متاثر کونکي وه، هغه د افغانستان لوبډله وه. د هند نه وروسته چې په هندوستان کې خلک د چا لپاره زیات خوشحاله دي، هغه د افغانستان لوبډله ده."

له عرفان پټان سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه