شاته

افغانستان ته د مذهبي لږکیو د جبري شړلو په اړه اندیښنې

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو نړیوال کمېسیون له پاکستانه افغانستان ته د مذهبي لږکیو د جبري ستنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه کمېسیون د دوشنبې په ورځ، نومبر ۶ (لړم۱۵مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په پاکستان کې د احمدیانو او افغان کډوالو پر وړاندې د زیاتېدونکو تاوتریخوالی‌، نیولو او ګواښونو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

د دې کمیسیون کمیشنر ډیویډ کري وویل:"موږ په ځانګړې توګه پدې اړه اندیښمن یوو چې د پاکستان حکومت به په زوره هغه مذهبي لږکۍ یا اقلیتونه بیرته ستانه کړي چې د ظلم او زور زیاتي له امله له افغانستان تښتیدلي دي. د طالبانو په رژیم کې مسیحیان، شیعه مسلمانان، احمدیان او سیکهان نشي کولی په ازاده توګه په دغه هېواد کې خپل مذهبي او عقیدتي چارې ترسره کړي."

نوموړي د امریکا له حکومته غوښتي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي څو پر دوی فشار راوړي چې پر خپلې سیاسي پرېکړې له سره غور وکړي.

د اکټوبر په لومړیو کې د پاکستان حکومت د ۱.۷ میلیونه افغانانو په ګډون ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه ژوند کوي، د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده د وتلو مهلت ورکړی و، لدې پرته به ونیول شي او بیا به له هغه هېواده ویستل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستلو اندېښنه ښودلې او له دغه هېواده یې غوښتي چې د افغانانو کوربه توب ته نور هم ادامه ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر چلند نیوکه کړې او د دغه هېواد له حکومته یې غوښتي چې پر دغه "ناسم اقدام" له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د احصائیو له مخې، د سپټمبر له نیمايي راهیسې، نږدې ۳۰۰ زره افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

خو د کډوالو نړیوال سازمان ویلي، چې د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې په اوسط ډول له پاکستان څخه ۴۵۰۰ کډوال افغانستان ته راستانه کیږي، په داسې حال کې چې تر دې مخکې له دغو لارو یواځې ۲۶۰ کډوال راستانه کېدل.

د ملګرو ملتونو دغه اداره اټکل کوي، چې د اوس څخه بیا د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې ترمنځ پوري شاوخوا ۷۲زره غیرقانوني کډوال او پنځوس زره هغه کډوال چې د پاکستان د استوګنې کارټونه لري په سرحدي سیمو کې به مرستې ته اړتیا ولري.

فورم \ دبحث خونه