شاته

د امریکا متحده ایالتونه: د اسرائیل لخوا د غزې د بیا اشغال مخالف یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي، چې متحده ایالتونه د غزې په تړانګه کې د اسرائیل لخوا د غږې د اوږدمهاله بیا اشغال مخالف دی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویدانت پټیل،‌ دغه څرګندونې، د سه شنبې په ورځ،‌ نومبر ۷ (لړم۱۶مه) په یوه خبري ناسته کې وکړې.‌ هغه وویل:"په ټولیزه توګه که ووایم، موږ د غزې د بیا اشغال ملاتړی نه یوو او نه هم اسرائیل ددې غوښتونکي دی."

نوموړي زیاته کړه: "زموږ نظر دا دی چې فلسطینیان باید د داسې پرېکړو مخکښان وي، ځکه غزه د فلسطین خاوره ده او د فلسطین خاوره به پاتې وي."

په ۲۰۰۵ کال کې اسرائیلي ځواکونه له غزې څخه ووتل، خو کله چې حماس د دغه سیمې کنټرول ترلاسه کړ، اسرائیل دغه سیمه کلابنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: "اسرائیل او سیمه باید خوندي وي او غزه باید داسې یو سیمه نه وي چې له هغه ځایه پر اسرائیلي وګړو یا بل کوم ځای باندې ترهګریز بریدونه ترسره شي. "

په ورته وخت کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ وویل، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې د ښار مرکز کلابنده کړی ده. هغه وویل، تر هغه چې د حماس ډلې لخوا یرغمل شوي کسانو خوشې شوي نه وي، نه به اوربند وشي او نه هم غزې ته د تیلو او ګازو انتقال صورت ومومي.

د اکټوبر په اوومه د حماس ډلې له خوا پر اسرائيل له بريد وروسته، د اسرائيل پوځ د غزې د بشپړې کلابندۍ ترڅنګ، په همغږي توګه او له کوم خنډ پرته پر دغې تړانګې هوايي، ځمکني او سمندري بريدونه پيل کړل او دا بريدونه لا هم دوام لري.

د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې، د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۱۴۰۰ زیاتره ملکي اسرئیلیان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۰ اسرئیلیان او د بهرنیو هېوادونو اتباع یرغمل شوي دي.

تر دې وړاندې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دوشنبې په ورځ، نومبر شپږمه (لړم ۱۵) ویلي و،‌ چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به ددې تړانګې د ټول امنیت مسؤلیت تر "نا محدودې" نیټې پورې د اسرائیل په غاړه وي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر تر ۱۰۳۰۰ تنو اوښتې چې ډیری یې فلسطینیي ښځې او ماشومان دي.

خو د اسرائیلي چارواکو او د غزې د روغتیا وزارت لخوا ورکړل شوي دغه شمېرې خپلواکو چارواکو او سرچینو نه دي تایید کړي.

فورم \ دبحث خونه