شاته

ښوونځیو تړلو پر وړاندې د ښځو اعتراض؛ فعالان کابل کې نجونو ته کتابونه ډالۍ کوي

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام د اعتراضي اقدام په توګه، په کابل کې نجونو ته د کتابونو د ویشلو بهیر پیل کړی دی.

دغه غورځنګ د سه شنبې په ورځ نومبر اوومه ( لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نجونو او ښځو له زده کړو د دوو کلنو محرومیت څخه وروسته، د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ ځینې غړې پوهه او زده کړې د نجونو کورونو ته ور وړي.

ددغه غورځنګ غړې وايي چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو پر وړاندې د لوړو زده کړو د موسسو د تړلو وروسته د" ښځو د کړاونو او مصیبتونو د لارې د بدلولو" لپاره هغوی ته کتابونه ډالۍ کوي.

د ښځو د حقونو ددغو فعالانو د کتابونو د ویشلو د بهیر د پیلیدو هدف د روحي مشکلاتونو او خپګان څخه د ښځو او نجونو د ژرغورلو یوه هڅه ګڼلې ده.

ددغه غورځنګ یوې غړې چې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي، امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو په اعتراض کې یې نجونو او ښځو ته د هغوی بریالیتوب او ځواکمندۍ لپاره کتابونه ډالۍ کړي دي.

دغې میرمن وویل: "ومو غوښتل چې یو شمیر هغو نجونو ته چې پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي ورته انګیزه ورکړوچې هیڅ کومه تروریستي، فاشیستي او د جنسیت پر بنسټ د تعبیض لرونکې ډله د ښځو د زده کړو او پرمختګ مخه نشي نیولی."

دغه فعالانې وايي چې ښځو او نجونو ته د ډالۍ په توګه په ویشل شویو کتابونو کې داسې کتابونه شامل دي چې هغوی ته انګزیه ورکوي او پند لرونکی داستانونه لري او هغوی یې په کابل کې د کتابونو د پلورنځیو څخه اخلي.

ددغه غورځنګ غړې وايي، چې ښځې او نجونې د نورو انسانانو په څیر د زده کړو او کار کولو د ښو فرصتونو مستحقې دي، خو د طالبانو حکومت ورڅخه د هغوی دا بشري حقونه اخیستي دي او افغانستان یې د ښځو لپاره په هدیره بدل کړی دی.

دغو ښځو په ټینګار ویلي: "مونږ ښځې او نجونې تر هغې چې وینه مو په بدن کې چلیږي، پوه، ازادي او علم به زمونږ لارښود وي. مونږ لولو، پوهیږو او پرمخ ځو. مونږ د مستبد رژیم پر وړاندې...پوهه ډالۍ کوو. یو کتاب د ژوند یوه کیسه بیانوي او مونږ د طالبانو د تور عصر روایت کوونکی یو."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو څه باندې دوو کلنو کې نه یوازې د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې ښځې او نجونې یې په دولتي ادارو او د ملګروملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې له کار څخه منع کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د سړو په څیر ښځې هم ددې حق لري چې په سیاست، اقتصاد، امنیت او ښوونه روزنه کې فعاله ونډه ولري.

ښاغلي ستانکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل: "اسلامي امارت [طالبانو حکومت] دې ته ژمن دی چې د علم او پرمختګ دروازې د ټولو خویندو او ورونو پرمخ پرانیستل شي، البته په دې برخه کې ځینې ستونزې شته دي، نه غواړم په جزئیاتو یې وغږیږم."

عباس ستانکزي وویل، زده کړې د هرچا شرعي او طبیعي حق دی که ښځه وي او که سړی، هیڅوک یې مخه نشي نیولی. د ښاغلي ستانکزي په وینا هیڅ هیواد د علم پرته پرمختګ نشي کولی.

عباس ستانکزي دا ونه ویل چې هغه کومې ستونزې دي چې په افغانستان باندې د طالبانو له دوو کلنو څخه د زیاتې مودې د واکمنۍ د تیریدو راهیسې ورته د حل لار نه ده موندل شوي او د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د نجونو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه