شاته

د امریکا د ولسي جرګې د نوي رئیس د ټاکلو لپاره رایه اچونه کیږي

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبې، د اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰مه) د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسي جرګې غړي د دې جرګې د نوي رئیس د ټاکلو لپاره رایه ورکړي.

جمهوري غوښتونکو وکیلانو د چهارشنبې په ورځ، په یوه پټه رایه اچونه کې، سټیف اسکالیس د یادې جرګې د پخواني رئیس کوین مک کارتي پر ځای نوماند کړ.

اسکالیس د جمهوري غوښتونکو وکیلانو د ۱۱۳ موافقو رایو او د ۹۹ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره د جرګې د قضایي کمیټې مشر، جیم جورډن پر وړاندې بریالی شو.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګانګرس کې د ولسي جرګې په خپل ۲۳۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) د ۲۱۶ موافقو او ۲۱۰ مخالفو رایو په ورکولو سره،‌ ددغه جرګې پخوانی مشر،‌ کیون مک کارتي له خپلې دندې لیرې کړ.

د امریکا په ولسي جرګې کې یو شمیر ښي اړخي جمهوري غوښتونکي وکیلانو چې د ډیموکراټانو سره د مک کارتي د همکارۍ له کبله ناراضه شوي وو، د هغه د لرې کولو لپاره یې د رایې اچونې غوښتنه کړې وه.

اسکالیس باید اوسمهال د امریکا د ولسې جرګې بشپړ تاییدي ترلاسه کړي. په ولسي جرګې کې جمهوري غوښتونکي د ډیموکراټانو په پرتله لږ اکثریت لري.

دا لا څرګنده نده چې ایا د اسکالیس ملاتړي به د هغه بشپړ ملاتړ وکړي یا نه، خو ددې خبرې سره سره، دواړو نوماندانو د تړلو دروازو تر رایې اچونې وروسته وویل، چې دوی به د جمهوري غوښتونکي نوماند ملاتړ وکړي. اسکالیس د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ د ګټلو لپاره ۲۱۸ رایو ته اړتیا لري.

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ولسي جرګې پخوانی مشر، کیون مک کارتي له ۱۵ ځله رایو ګیریو وروسته ددغه جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو، ځکه ځینو جمهوري غوښتونکو هغه ته رایه نه ورکوله او له بلې خوا،‌ ډیموکراتانو په بشپړ ډول د خپل نوماند ملاتړ کاوه. د ولسي جرګې ټولو ۲۱۲ ډیموکراتو غړو د دغه جرګې د ریاست لپاره حکیم جفریس ته رایه ورکړه.

د امریکا د ولسي جرګې د پخواني رئیس د لیرې کېدو خبره هغه مهال راپورته شوه،‌ چې د استازو په خونې کې لنډه مهاله بودیجه تصویب شوه او مک کارتي په دې برخه کې د دموکرات ګوند د غړو په رایو اتکا وکړه. له دغې پرېکړې وروسته، د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې د حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه.

خو په ولسي جرګې کې د جمهوري غوښتونکي غړي، مات ګایتز د اکټوبر پر دوییمه نېټه، د ښاغلي مک کارتي د لیرې کیدو په هکله د رای ګیرۍ غوښتنه کړې وه.

دی او نور جمهوري غوښتونکي پدې په غصه و چې مک کارتي د حکومت د لګښتونو لایحه پرته لدې چې په بودجې کې د کموالي لپاره د هغوي غوښتنې په نظر کې ونیسي، منظوره کړې وه.

د مک کارتي لیرې کول د ولسي جرګې په چارو کې د خنډ رامنځته کړ. دا پداسې حال کې ده،‌ چې د بودیجې تصویب په ګډون چې د حکومتي ادارو د تړلو مخه نیسي، د ګڼ شمېر لایحو د تصویب لپاره ټاکل شوې نیټه د نومبر په نیمایي کې پای ته رسیږي.

سربیره پردې ، اوکراین ته مرستې او په اسرائیلو کې وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره د یوه بیړني پریکړه لیک اړتیا، جمهوري غوښتونکو وکیلان، دې ته وهڅول چې ژر تر ژره د ولسي جرګې نوی رئیس پر ټاکلو ټینګار وکړي او پارلمان ته اجازه ورکړي چې خپل کار پیل کړي.

اسکالیس وویل: "دا ډیره مهمه ده چې کانګرس بیرته کار خپل کار پیل کړي. "

فورم \ دبحث خونه