شاته

اسرائیل: پر غزې ځمکني برید ته تیاری نیسو

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) وویل چې په غزې تړانګه کې د حماس پر وسله والو د ځمکې له لارې برید لپاره تیاری نیسي خو د دغه هیواد سیاسي مشرانو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

د پوځ ویاند ریچارډ هیچټ خبریالانو ته وویل: "موږ انتظار باسو چې وګورو زموږ سیاسي مشرتابه د احتمالي ځمکني یرغل په اړه څه پریکړه کوي."

هغه زیاته کړه: "تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې... خو که دا پریکړه وشي، موږ د ځمکني عملیاتو لپاره چمتو یو."

پوځ د محاصره شوې غزې تړانګې سره پر پولې په لسګونو زره سرتیري په داسې حال کې ځای په ځای کړي چې وايي، د تیرو څو ورځو راهیسې په روانو هوایي بریدونو کې د حماس زیربناوې، قوماندانان او عملیاتي مرکزونه په نښه کوي.

دا هوايي بریدونه د شنبې په ورځ د حماس د جنګیالیو له خوا د ناڅاپي برید په ځواب کې پیل شوي چې په اسرائیلو کې یې له ۱۲۰۰ څخه ډیر کسان ووژل.

په عین وخت کې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز ویلي، چې حماس په وروستیو کلونو کې د ایران له ملاتړ پرته پر اسرائیل خپل "بې ساري" بریدونه نه شو کولی.

شولتز د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل: "تر اوسه موږ داسې کره شواهد نه لرو چې ایران دې بزدلانه برید دپاره پراخ عملیاتي ملاتړ برابر کړی وي خو موږ ټولو ته څرګنده ده چې په تېرو څو کلونو کې د ایران له ملاتړ پرته، حماس د اسرائیلو په خاوره کې د دغو بې ساري بریدونو کولو توان نه درلود."

د حماس اړوند د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په هوایي بریدونو کې تر اوسه په غزه کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

هیچټ وویل: "موږ د جګړې د راتلونکو پړاوونو لپاره ځانونه چمتو کوو... تر څو د عملیاتي بیړنيو پلانونو عملي کولو ته تیار اوسو."

هغه وویل احتمالي عملیات "کیدای شي له هوا څخه وي، او یا د سمندر او هوا څخه تر سره شي."

د پنجشنبې په ورځ، اسرائیل او حماس پر یو بل نور بریدونه کړي دي. د فرانس پرس خبریالان د څو هوایي بریدونو شاهدان دي چې د غزې په تړانګه کې یې د فلسطینی کډوالو دوه کمپونه په نښه کړل.

اسرائیل پر غزه "بشپړ محاصره" لګولې ده، او د بریښنا، اوبو او د تیلو اکمالات یې پرې کړي دي.

د اسرائیل د انرژۍ وزیر، اسرائیل کاتز د پنجشنبې په ورځ وویل تر څو چې د غزې په تړانګه کې د حماس وسله وال ټول یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، اکمالات به بیا پیل نه شي.

فورم \ دبحث خونه