شاته

روزا اوتنبایوا: هرات زلزله لویه تراژیدي ده خو اوس د عمل وخت دی

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا چې د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو سیمو لیدو ته ورغلې وه او دا زلزله یې یوه لویه تراژیدي ګڼلې، خو ویلي دي، چې اوس د عمل وخت دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د دوشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر نهم ( تلې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د روزا اوتنبایوا په مشرۍ پلاوي د زنده جان ولسوالۍ ته دا بیرنی سفر د زلزلې څخه د پیښ شوي زیان د ارزولو په موخه کړی دی.

هغې ویلي دي چې د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې د مرستو رسونې په لومړنیو ادارو کې وې چې له زیانمنو شویو سره یې د مرستو لپاره ځانونه ورسول. هغې ویلي دي چې اوس د عمل وخت دی.

د شنبې په ورځ د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، بادغیس، فراه او هلمند ولایتونه ولړزول. د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې د زلزلې وروستی ټکان ددوشنبې د ورځې غرمه مهال د هرات ولایت د مرکز په ګډون ددغه ولایت په ډیرو سیمو کې احساس شوی دي.

ملګري ملتونه وايي‌، چې د شنبې د ورځې په زلزله کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۱ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي چې لا هم "خلک هڅه کوي له کنډوالو څخه خپل عزیزان وباسي".

د طالبانو چارواکود مړو او زخمیانو په اړه متفاو ت ارقام ورکړي دي، خو ملا جانان سایق د دوشنبې په ورځ اکتوبرنهم (تلې ۱۷) وویل چې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي دي. هغه وویل چې دقیق ارقام ځکه نشي ورکولای، چې لا هم لټون روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د ۱۶۵۵ کورنیو څخه څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان زیانمن شوي دي

په همدې حال کې په خوراکي توکو، کمپلونو او نورو ضروري موادو بار د مرستو موټرونه سیمې ته رسېدلي دي.

زلزله ځپلو سره مرستې

کابل کې د ترکیې سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د دوشنبې په ورځ هرات ته ددغه هیواد د هوايي ځواکونو په الوتکه کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د طبي موادو او لومړنیو اړتیا وړ موادو د مرستې د رسیدلو خبر ورکړی دی. دغه سفارت ویلي، چې ترکیې ټیمونه به ژر په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او لټون په عملیاتو کې برخه واخلي.

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د هرات په ولایت کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي دي، چې هرات ولایت ته یې د طالبانو د حکومت په غوښتنه د یو طبي ټیم د استولو سربیره خیمې او کمپلې هم دغه ولایت ته استولي دي.

کابل کې د ایران سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه افغانستان لپاره ددغه هیواد د جمهور رئیس ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي له قوله لیکلي، چې تیرماښام یې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د ایران له لارې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د مرستې د انتقالولو لپاره چمتوالی ښودلی دی. قمي ویلي:" په دې کتنه کې د ملګروملتونو په ملاتړ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د تماس د ډلې په جوړیدو ټینګار وشو".

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې امریکا د افغانستان په شمال لویدیځ کې د زلزلو تاثیرات له نژدې څاري.

ښاغلي بلینکن لیکلي: "زموږ بشري شریکان د افغانستان د خلکو د حمایت لپاره بېړنۍ مرستې برابروي".

د سعودي عربستان حکومت هم ویلي، چې د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني کارونو مرکز د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د دوو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د ۹۷۷ ټنو خوراکي توکي افغاني سرې میاشتې ته وسپارلې دي.

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې دغه سفارت د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې د مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لارې افغاني سرې میاشتې ته د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو مرسته سپارلې ده.

زلزله ځپلو سره د مرستو په بهیر انتقاد

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمیټې په یوه اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهم( تلې۱۷) خپره کړې د هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په بهیر انتقاد کړی دی.

دغې کمیټې د هرات د زلزله ځپلو کورنیو د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې زلزله ځپلو ته دې عاجلې اصطراري مرستې برابرې کړي.

همداشان دغې کميتې د افغان سوداګرو شتمنو څخه هم د زلزله ځپلو د لاس نیوي غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د مدافعانو کمیټه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانانو په مشرۍ د بشري حقونو د ملاتړ د ۴۸ ملي او نړیوالو بنسټونو له خوا جوړه شوې او افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما"، اروپايي ټولنه او د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون ددغې کمیټې څارونکي غړي دي.

فورم \ دبحث خونه