شاته

بریتانیا: طالبانو څلور بریتانوي وګړي له بند څخه خوشې کړي

د بریتانیا د ګډو ګټو او انکشاف لپاره د بهرنیو اړیکو د دفتر ویاند د طالبانو له بند څخه د څلورو برتانوي وګړو د خوشې کیدو خبر ورکړی دی.

د بریتانیا د ګډو ګټو او انکشاف د بهرنیو اړیکو د دفتر ویاند په یوه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ اکتوبر لسم ( تلې۱۸) خپره شوې ویلي، چې د طالبانو حکومت هغه څلور برتانوي وګړي خوشې کړي، چې دافغانستان د اوسنیو واکدرانو له خوا ددغه هیواد د قانون د ماتولو په تور په زندان کې اچول شوي وو.

د دفتر ویاند ویلي: "د بریتانوي وګړو د کورنیو په استازیتوب مونږ د افغانستان د اوسنې ادارې څخه د قانون څخه د هرډول سرغړونې له امله بخښنه غواړو". په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغه بریتانوي وګړي څه وخت او ولي د طالبانو د حکومت د امنیتي ساتوونکو له خوا نیول شوي وو.

خو په بریتانیا کې یوې خیریه ډلې داپریل لومړۍ (حمل۱۲) ویلي و، چې طالبانو په افغانستان کې درې بریتانویان نیولي او بندیان کړي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان په کوم تور نیول شوي.

د پریزیډیوم شبکې په نامه خیریه ټولنې په ټویټر کې لیکلي چې د بندي شویو بریتانویانو د کورنیو غړیو سره د دې مسئلې په اړه کار کوي. په افغانستان کې طالبانو تیر ۲۰۲۲ کال جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) ویلي و چې د برتانیا پنځه تنه اتباع چې شاوخوا ۶ میاشتې پدې هیوا کې بندیان و، خوشې کړیدي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې د دې بریتانوي اتباعو د خوشې کیدو په هکله لیکلي و: "څو تنه بریتانوي وګړي چې له نن څخه شاوخوا شپږ میاشتي وړاندي د هیواد د نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو خلاف کړنو باندي اخته وو، نیول شوي وو. د بریتانیا سره د پرلپسې ناستو اومجالسو وروسته د یو تفاهم پر اساس تیره ورځ یاد کسان خوشي او خپل هیواد ته وسپارل شول".

د طالبانو حکومت تراوسه ددغو خوشې شویو برتانویانو په اړه څه نه دي ویلي.

د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون لپاره د دغه هیواد له خاورې څخه کار واخلي.

د بریتانیا د ګډو ګټو او انکشاف د بهرنیو اړیکو د دفتر ویاند په یوې بلې اعلامیې کې ویلي، چې په افغانستان کې هرډول تاوتریخوالی د افغانانو په ګټه نه دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بریتانیا حکومت په افغانستان کې تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون لپاره د پلان، د تروریزم د هڅولو لپاره د ګمارلو او مالي ملاتړ د برابرلو په برخه کې د افغانانو په ګډون د هیچا له خوا د خپلې خاورې د کارولو ملاتړ نه کوي. مونږ په کلکه نور کسان هم دغسې کړنو ته نه هڅوو."

دغه دفتر ویلي، چې د سیاسي بدلون لپاره د وسله وال تاوتریخوالی او یا تاوتریخوالي ته هڅول د بریتانیا په قانون کې جرم دی او کیدای شي، چې په اړه یې پلټنې وشي.

د بریتانیا د ګډو ګټو او انکشاف د بهرنیو اړیکو د دفترویاند ویلي، چې هرډول تاوتریخوالی د افغانستان په ګټه نه دی او نړیواله ټولنه تاوتریخوالی چې په هره بڼه وي پرې خپګان څرګندوي. دغه دفتر ویلي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات او د افغانانو د ملاتړ لپاره د اړتیا وړ بشري مرستو د رسولو او د ګډو امنیتي اندیښنو ته د ځواب ورکولو لپاره د اوسنې ادارې پرته عملآ بل کوم بدلیل نشته او دا هغه څه دي، چې برتانیا یې ترسره کوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې بریتانیا حکومت په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون مخالفت کوي. ددې دمخه افغانستان لپاره ددغه هیواد د سفارت شارژدافیر هم ویلي و، چې حکومت یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د وسله وال مخالفت څخه ملاتړ نه کوي.

فورم \ دبحث خونه