شاته

روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بشري مرستو رسولو دهلیز پرانیستلو غوښتنه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د اسرائیل له خوا محاصره شوې غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو دپاره د دهلیز پرانیستلو غوښتنه وکړه.

اسرائیل د حماس د شنبې د ورځې د ناڅاپي برید په ځواب کې چې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو ته یې ورته بللی، پر غزه هوايي بریدونه پیل کړي او د فلسطینیانو دغې ګڼ مېشتې سیمې ته یې د اوبو، خوراکي توکو، برېښنا او نورو اړینو توکو جریان بند کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د غزې په تړانګه کې یې اکمالات په ختمېدو دي، ځکه چې د سیمې په روغتونونو کې د ناروغانو د زیاتوالي له کبله درملو او نورو اړینو توکو ته اړتیا زیاته ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی چې روغتیایي مراکز باید وژغورل شي او خوندي پاتې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د روغتیا نړیوال سازمان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي... خلکو ته د اړینو طبي توکو رسولو لپاره بشري دهلیز ته اړتیا ده."

جاسرویچ زیاته کړه: "موږ اکمالاتو ته اړتیا لرو. روغتونونه پرته له تیلو او بریښنا نشي چلیدلی... هغه اکمالات چې موږ له وړاندې رسولي وو، په ختمېدو دي، نو موږ دې اکمالاتو ته اړتیا لرو."

اسرائیل له هغه وروسته د غزې د محاصره کولو اعلان وکړ چې د حماس ډلې په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل. په دغې جګړې کې تر دې دمه په دواړو خواو کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه