شاته

طالبانو د حماس سره د جګړې په ډګر کې یو ځای کیدو ادعاوې رد کړلې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) د هغو ادعاوو رد کولو ته اړ شو چې ویل شوي و د اسرائیل پر ضد جګړې کې د حماس سره د یو ځای کیدو کوښښ یې کړی و.

یوه جعلي لیکنه چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې پکې ادعا شوې وه چې افغان طالبانو غوښتي و د اسرائیل پر ضد جګړې کي د حماس سره یو ځای شي.

دغه لیکنه نږدې ۲.۵ ملیونه کسانو لیدلې وه او په ګڼ شمیر ټولنیزو شبکو کې هم په پراخه توګه خپره شوې وه.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر محمد سهیل شاهین خبریالانو ته په یو لیږل شوي پیغام کې ویلي چې دا خبر سم ندی.

ښاغلي شاهین د موضوع په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، " دا اوازې دي ، تائید شوی خبر ندی. نا سم دی".

د ښاغلي شاهین تر څنګ په کابل کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې په هکله اعلامیه خپره کړې او د طالبانو دریځ پکې څرګند شوی.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، " د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې تړانګه کې وروستۍ پېښې له نژدې څاري او د دغسې پېښو رامنځ ته کېدو سبب د صهیونستي اسرائیلیانو له خوا د فلسطیني مظلوم ولس د حقوقو تر پښو لاندې کول او د مسلمانانو د مقدسو اماکنو په مکرر ډول اهانت او بې احترامي ګڼل کیږي".

په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو عامه اړیکو ریاست په نامه یو حساب چې خپل نوم یې وروسته #فلسطین آزاد کړئ ته بدل کړ د شنبې په ورځ پکې لیکل شوي و چې طالبانو د ایران، عراق او اردن سره اړیکه نیولې او دا یې ترې غوښتي چې د اسرائیل پر ضد جګړې کې د حماس سره یو ځای کیدو لپاره دې لار ورکړل شي.

مبصرین چې د طالبانو په هکله معلومات لري وایي د طالبانو همدا دریځ دا ډله په سخت موقف کې راولي ځکه هغوي په عامه توګه د حماس سره د ملاتړ څخه پر شا کیږي او ښایي د دې ډلې ځیني جنګیالي دا دریځ خوښ نکړي.

په واشنګټن کې د روانو نړیوالو چارو په انسټیټوټ کې د پروګرام مشر هاشم وحدتیار امریکا غږ ته وویل چې ښایي طالبان د حماس ډلې سره سیاسي، لوژستیکي او نظامي مرستې وکړي خو دا موضوع به په عامه توګه په ډاګه نکړي.

ښاغلي وحدتیار وویل، " طالبان به په د حماس سره خپل ملاتړ په عامه توګه په ډاکه نکړي ځکه د دوحې تړون له مخې هغوي مسؤلیت لري چې باید پرې نږدي د افغانستان د خاورې څخه متحده ایالاتو او د اسرائیل په شان متحدینو ته یې کوم ګواښ پیښ نشي".

د حماس او اسرائیل تر منځ جګړه د شنبې په ورځ هغه وخت پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه د توغندیو بریدونه وکړل او د دې ډلې یو شمیر وسله وال اسرائیل ته واوښتل او ګڼ شمیر سرتیري او عام خلک یې د ځان سره د اسیرانو په توګه راوستل.

په همدې حال کې د نیبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان مطالعاتو د مرکز مشر شیر جان احمدزي هم ویلي چې د حماس –اسرائیل تر منځ جګړې کې د طالبانو ورګډیل به د هغو ژمنو سره په ټکر کې وي چې دې ډلې د دوحې په تړون کې کړیدي.

ښاغلی احمدزی پدې باور دی چې طالبان ښایي په رسمي توګه پدې جګړې کې ورګډ نشي خو ددې ډلې ځیني غړي چې په نړیوال جهاد عقیده لري، ښایي وغواړي پدې جګړې کې ورګډ شي.

د ښاغلي احمدزي تر څنګ د Naval Postgraduate School په پوهنتون کې پروفیسر او څیړونکی تاماس جانسن وایي چې د طالبانو دریځ په "جدي توګه د اسرائیل ضد" دی او زیاتوي چې دا ډله ښایي د حماس ډلې ته "منابع ورنشي کړی خو په خوله یې ملاتړ کولی شي".

فورم \ دبحث خونه