شاته

پر اسرائیل د حماس برید کې ۱۱ امریکایي اتباع هم وژل شوي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) تائید کړله چې پر اسرائیل د حماس ناڅاپي برید کې چې د شنبې په ورځ وشو، لږ تر لږه ۱۱ امریکایي اتباع پکې وژل شویدي.

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې امریکایي چارواکي پدې باور دي چې ښایي یو شمیر کسان چې د حماس ډلې برمته کړي، امریکایي اتباع وي خو دا یې ونه ویل چې ددې کسانو شمیر به څومره وي.

جو بایډن وویل چې هیواد یې د حماس پر ضد جګړې کې د اسرائیل ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، " خپل ټیم ته مې لارښوونه کړې چې د یرغمل شویو کسانو په بحران کې د خپلو اسرائیلي همکارانو سره په هرې برخې کې ګډ کار وکړي چې د استخباراتي معلوماتو شریکول او د متحده ایالاتو حکومتي کارپوهانو استول دي چې د برمته شویو کسانو په خوشې کیدو کې د اسرائیل سره سلا مشورې وکړي".

جو بایډن همدرانګه وویل چې په متحده ایالاتو کې دننه پولیسو په هغو مرکزونو کې امنیتي تدابیر ډیر کړي چې یهودان پکې راټولیږي. هغه زیاته کړه چې د کورني امنیت وزارت، فدرالي تحقیقاتو اداره او نورې فدرالي امنیتي ادارې د خپلو همکارانو سره په ګډه کار کوي چې په کور دننه ګواښونه له نږدې وڅاري.

پر اسرائیل د حماس برید څخه وروسته په سپینې ماڼۍ کې فعالیت ډیر شوی. د حکومت جګپوړي چارواکي د منځني ختیځ مشرانو، فلسطیني چارواکو او د برتانیې، جرمني او ایټالیا په شان متحدینو سره په خبرو اخته دي.

متحده ایالاتو همدارنګه په ملګرو ملتونو او نورو برخو کې له نړۍ غوښتي چې پر اسرائیل د حماس برید وغندي.

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر چې دا مهال چین ته د یو جګپوړي پلاوي سره یو ځای په رسمي سفر تللی د دې هیواد د جمهور رئیس څخه یې غوښتي چې خپل دریځ سخت کړي.

په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیل د سفارت یو ویاند ویلي چې د دوشنبې تر ماښامه د حماس په برید کې لږ تر لږه ۹۰۰ اسرائیلیان وژل شوي

په عین حال کې په غزې کې د فلسطین عامې روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په ځوابي هوایي بریدونو او توغندیو کې لږ تر لږه ۶۸۷ فلسطینیان وژل شویدي.

سپینې ماڼۍ همدارنګه ویلي چې اسرائیل ته نوې نظامي مرستې استوي چې د دې هیواد "دښمنان وبیروي" خو تر څنګ دا امکانات هم رد کړي چې ګنې امریکایي ځواکونه به پدې جګړې کې ورښکیل شي.

فورم \ دبحث خونه