شاته

قطر له حماس سره د بندي اسرائیلیانو د خوشې کېدو لپاره منځګړتوب کوي- راپور 

د قطر منځګړي د حماس له مقاماتو سره په تماس کې دي، چې نیول شوي اسرائیلیان خوشې کړي او په بدل کې یې له اسرائیل سره بندي ۳۶ فلسطیني ښځې او ماشومان پرېښودل شي.

د حماس ډلې د شنبې د ورځې په برید کې شاوخوا ۱۰۰ اسرائیلیان یرغمل کړي او یو شمېر یې غزې ته انتقال کړي‌ دي.

د رویټرز خبري اژانس د قطر د دوو چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي‌ اخیستل شوي، لیکلي دي چې دا خبرې د امریکا د متحدو ایالتونو سره په همغږۍ کېږي او «په مثبت ډول» په مخ ځي. لا په دغو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

قطر وايي چې په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو څخه وروسته په غزه او دوحه کې د دغې ډلې له مقاماتو سره په تماس کې دی. د حماس په دغو بریدونو کې شاوخوا ۷۰۰ اسرائیلیان وژل شوي دي. فلسطیني مقامات وايي‌ چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ۵۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دغو بریدونو په اړه بیلا بیل غبرګونونه ښودل شوي دي. امریکا او لویدیځو هېوادونو د حماس دا بریدونه غندلي خو ایران او سوریې بیا ستایلي دي.

په تازه غبرګون کې، اروپايي ټولنې په فلسطین باندې د ۷۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت انکشافي مرستې ځنډولې دي.

د ګاونډیتوب او انکشاف په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنرې اولیفر ورهیلي به ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې له دغو بریدونو وروسته نور هېڅ «تعامل عادي نشي پاتې» کېدای.

هغې لیکلي دي: «اروپايي کمېسیون، چې له فلسطینیانو سره لوی مرسته کوونکی دی، خپلې ټولې انکشافي مرستې چې ۶۹۱ میلیون یورو ته رسېږي، تر امر ثاني پورې تر ارزونې لاندې نیسي.»

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۴ کال پورې له فلسطینیانو سره د ۱.۷ میلیارد یورو مرستو ژمنه کړې وه،‌ چې د ملکي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو، د زیربنايي پروژو او دا ډول نورو اړوندو چارو کې لګول کېدې.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اسرائیل او غزې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه