شاته

هالنډ د کرکټ په نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) نیوزلنډ هالنډ ته په ۹۹ منډو ماتې ورکړه.

لوبه د هند په حیدراباد کې وشوه. دا په روان نړیوال جام کې د نیوزلنډ دویم بری او د هالنډ دویمه ماتې وه.

نیوزلنډ په ۵۰ اورونو کې د ویل یانګ د ۷۰ منډو او د راچین روېندرا او ټام لیتام د پنځوسیزو په مټ هالنډ ته د ۳۲۲ منډو هدف وټاکه.

د هالنډ ټوله لوبډبه په ۴۷ اورونو کې وسوځېدله او یوازې یې ۲۲۳ منډې وکړې. د هالنډ کولن اکرمن ۶۹ منډې وکړې او نورو لوبغاړو یې کومه خاصه کارنامه ونکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلنډ چپ لاسی ورو توپ اچوونکی مېچل سنټنر شو چې د هالنډ پنځه لوبغاړي یې وسوځول او په توپ وهنې کې یې هم ۳۶ منډې وکړې.

سبا سه شنبه د کرکټ په نړیوال جام کې دوې لوبې دي،‌ چې بنګله دېش به له انګلنډ سره او پاکستان به له سري لانکا سره مخامخېږي.

فورم \ دبحث خونه