شاته

د هرات په زلزلو کې د سلګونو مړه شویو کسانو د جنازې ډله ایز مراسم ترسره شول 

د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې په زلزلې کې د ۳۰۰ مړه شویو کسانو د جنازې ډله ایز مراسم ترسره شول. مړي په امبولانسونو کې انتقال شوي وو.

د هرات د سیاه اب په کلي کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) کلیوالو په زلزلو کې د خپلو عزیزانو مړي ښخ کړل. په دغو زلزلو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي دي او ویل کېږي چې سلګونه نور لا هم ورک دي.

ملګري ملتونه وايي‌ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۱ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. په همدې حال کې په خوراکي توکو، کمپلونو او نورو ضروري موادو بار د مرستو موټرونه سیمې ته رسېدلي دي.

د طالبانو حکومت د بېړنیو حالاتو د مدیریت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي چې لا هم «خلک هڅه کوي له کنډوالو څخه خپل عزیزان وباسي».

طالب مقامات د مړو او زخمیانو په اړه متفاو ت ارقام ورکوي، خو ملا جانان تېره ورځ وویل چې ۲۰۵۳ کسان مړه شوي دي. هغه وویل چې دقیق ارقام ځکه نشي ورکولای، چې لا هم لټون روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د ۱۶۵۵ کورنیو څخه څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان زیانمن شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو د ښځو په کارونو بندیز لګولی دی، دا ستونزمنه ده چې د کورنیو دقېقې اړتیاوې وارزول شي.

د فرانس پرس خبري اژانس د بخښنې نړیوال سازمان د مقاماتو له خولې ویلي دي‌ چې طالبان باید له کوم توپیر پرته په اغیزمنو شویو سیمو کې د نجات او ژغورنې د چارو اجازه ورکړي او د بشري ادارو لپاره خوندي او بلا قید لاسرسی برابر کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم ادارې (اوچا) د افغانستان د زلزلو ځپلیو سیمو سره د مرستو لپاره پنځه میلیون ډالر بودیجه تصویب کړه.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپل اکس په حساب کې لیکلي وو چې امریکا د افغانستان په شمال لویدیځ کې د زلزلو تاثیرات له نژدې څاري.

هغه لیکلي دي: «زموږ بشري شریکان د افغانستان د خلکو د حمایت لپاره بېړنۍ مرستې برابروي.»

افغانستان چې یو غرین هېواد دی، زلزلې په کې ډېر کېږې. تېرکال د جون په میاشت کې په پکتیکا کې هم زلزلې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړل.

فورم \ دبحث خونه