شاته

امریکا کې د اسرائیل او فلسطین دواړو د ملاتړ دپاره لاریونونه شوي

د اسرئیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل یوه ورځ وروسته د متحده ایالاتو په نیویارک کې د دواړو خواوو د ملاتړ دپاره جلا جلا لاریونونه شوي دي.

د نیویارک ښار په ټایمز څلورلاري کې د یکشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۶) راغونډو شویو اعتراض کوونکو پر اسرائیل د حماس د برید ملاتړ وکړ او ددغې ډلې جګړه یې په حقه وبلله.

ددغه اعتراضیه غونډې ګډون کوونکي، د نیویارک اوسېدونکي منیر عطاالله وویل، وروستیو پېښو ته دې له تاریخي اړخه وکتل شي. هغه زیاته کړه: "دې ته باید وکتل شي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې د اسرائیلو له خوا قومي نابودي، بېځایه کېدل او د فلسطینیانو پر ضد تاوتریخوالی روان دی."

د نیویارک اوسېدونکې ماریا ګېل هم د فلسطینیانو د حقونو په ورکولو ټینګار وکړ. هغې وویل: "زه د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوم اما دا یوه حقیقي مسئله ده. زه د خلکو څخه غواړم چې ومني فلسطېنیان هم انسانان دي او حق لري چې ازاد واوسي."

په اسرائیل کې د حماس د شنبې د ورځې له بریدونو وروسته، د اسرائیلو حکومت د یکشنبې په ورځ رسما د حماس پر ضد د جګړې اعلان وکړ. چارواکو ویلي چې دواړو خواوو ته د تلفاتو شمېر له ۱۱۰۰ اوښتی دی.

د نیویارک د ښار په بله څنډه کې، د ملګرو ملتونو دفتر ته څېرمه بیا زرګونه کسان د اسرائیل د ولس په ملاتړ راغونډ شوي وو.

په دې لاریون کې ګډون کوونکي د نیویارک اوسېدونکي شېمون کارني وویل: "دلته زموږ د حضور لامل دا دی چې د حماس د رژیم د جرمونو پر وړاندې د اسرائیل د حکومت او ولس ملاتړ وشي. زما ولسه، زه دلته یم، زه له خپلو خلکو سره ژاړم. زر یا په ځنډ به موږ دوی وځپو. دوی ټول به وځپل شي."

دغو لاریون کوونکو د حماس د برید په اړه خواشیني څرګنده کړه. د نیویارک اوسېدونکې اېلېن وېزمن وویل: "دوی کورنۍ او ماشومان برمته کوي او په بدل کې بیا د ترهګرو خوشې کېدل غواړي."

د روانو اعتراضونو سربېره، د نیویارک ښاروال اېریک اډمز د اسرائیلو ملاتړ څرګند کړی دی.

اډمز ویلي: "اوس چې په اسرائیلو کې ماشومان قتل کېږي او برمته کېږي، نو د کرکې وړ ده چې د سخت دریځو دغه ډله د ترهګرۍ نه ملاتړ څرګندوي، زه یې نه منم. د کرکې د خپرېدو لپاره زموږ سړکونه مه کاروئ."

فورم \ دبحث خونه