د روسي بېلتون غوښتونکو مشر «بولوتوف» مړ شو
د اوکراین په لوهانسک سیمه کې د روسیې پلوه بېلتون غوښتونکو یو مشر د شپږ څلویښت کلونو په عمر مړ شو.
روسي رسنۍ خبر ورکوي چې د والري بولوتوف مړی پرون په روسیه کې په خپل اپارتمان کې وموندل شو.
بولوتوف په لوهانسک کې پخوا سوداګر و او په ۲۰۱۴ کال کې په همدې سیمه کې د بېلتون غوښتونکو مشر شو.
د بولوتوف د مړینې علت تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو روسیي رسنۍ د ځینو سرچینو په وینا وایي چې د زړه حمله پرې راغلې وه.