شاته

میرعلي: ویشل شوؤ کاغذ پاڼو کې محسن داوړ او نورو مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي

د شمالي وزیرستان په میر علي بازار کې یوه شب نامه یا کاغذ پاڼه ویشل شوې ده چې پکې د پاکستان د قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ، د شمالي وزیرستان د اتمانزو د قامي جرګې مشر ډاکټر ګل علم او څو نورو مشرانو ته ګواښونه شوي دي.

‎وروستي راپورټونه وايي رزمک سیمه کې د ډاکټر ګل علم ګاډي سره نیزدې چاودنه شوې خو هغه پکې بچ پاتې شوی دی.

‎پولیس د ډاکټر ګل علم د ګاډي ترڅنګ د چاودنې تایید کوي او د رزمک تاڼې چارواکي وايي دا د ماین چاودنه وه چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

د اتمانزو جرګې د یوې میاشتې نه په سیمه کې احتجاجي مظاهرې پیل کړې چې پکې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې کوي.

سیمه ییزې انتظامیې جرګې سره خبرې پیل کړي او د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر ریحان خټک ویلي د دوی غوښتنې اوریدل شوې دي.

اتمانزي تور پورې کوي د ضرب عضب عملیاتو نه راپدیخوا نزدې 600 کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

خو پولیس وايي د علاقې حالات په قابو کې دي او په مقدمو کې د ښکېلو کسانو پرضد به کاروايي کیږي.

امنیتي چارواکي وايي په میر علي او خوا شا سیمو کې کاغذ پاڼه ویشل شوې چې پکې د ملي جمهوري ګوند د مشر اؤ د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي محسن داوړ په ګډون قامي مشرانو ته د مرګ ګواښونه شوي دي.

په کاغذ پانه کې ویل شوي د پاکستان پوځ نوې منصوبه راوړې چې ترمخه یې د ځایي ولس او "مجاهدینو" تر منځ کرکه پیدا کول غواړي.

په کاغذ پاڼه کې د محسن داوړ، ډاکټر ګل علم، ملک ګل صالح جان، ملک اقبال، ملک سید نواز، ملک روح الله، ملک بوستان، خالد مدثر، نسیم محمود، عبدالحمید، نصاب، یاسر او عصمت شاه نومونه لیکل شوي اؤ د هغوي د وژلو ګواښ شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00