شاته

امریکا د اوکراین سره د ۲۰۰ ملیون دالرو تازه مرستو اعلان وکړ

متحده ایالاتو دوشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د اوکراین سره د ۲ سوه ملیون ډالرو په ارزښت نوې مرستې اعلان کړلې چې امریکایي چارواکي وایي د هغو ۶.۲ ملیارد ډالرو مرستو برخه ده چې د جمهور رئیس د صلاحیت له مخې منظورې شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په یوې اعلامیې کې چې دا مرستې یې پکې اعلان کړي ویلي چې د هوایي دفاع سیستم لپاره مهمات، د توپ مرمۍ، د مرمیو ضد تجهیزات او د ماینونو پاکولو لپاره اضافي وسایل پدې نویو مرستو کې شامل دي.

ښاغلي بلنکین پدې اعلامیې کې ویلي چې روسیه هره ورځ اوکرایني ملکیان وژني او ملکي زیربناوې له منځه وړي.

د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات همدرانګه ویلي چې روسیه د لوږې څخه د وسلې په توګه کار اخلي او په اوکراین کې د غلې دانې زیربناوو او بندرونو په له منځه وړلو سره په نړۍ کې د خوراکي موادو نا مصؤنیت پیدا کوي.

انټوني بلینکن په اعلامیې کې ویلي، " دا جګړه روسیې پیل کړې او د اوکراین څخه د خپلو سرتیرو په ایستلو او ظالمانه بریدونو بندولو سره هغوي هر وخت دا جګړه بندولی شي. او تر څو پورې چې هغوي (روسیې) دا کار نه وي کړی، متحده ایالات او زمونږ شریکان او متحدین به یو ځای د اوکراین سره هر څومره وخت چې نیسي، ولاړ به اوسو".

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د جولای میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې متحدو ایالتونو له اوکراین سره د څه باندې ۴۳.۷ میلیارد ډالر امنیتي مرستې کړې دي.

د متحده ایالاتو حکومت له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو لپاره له کانګرس څخه څه باندې ۱۳ میلیارد نور ډالر غوښتي دي.

د امریکا د مدیریت او بودېجې د دفتر مشرې شالندا یانګ د کانګرس مشر کوین مککارتي ته په استول شوي لیک کې ویلي دي چې دا نوې پېسې به له هغو اسیب پذیره هېوادونو سره مرسته وکړي چې "د روسیې ناموجه او ظالمانه یرغل ځپلي" دي.

دغه دفتر ویلي دي چې د نویو پوځې مرستو نژدې ۱۰ میلیارد به یې په بېلا بېلو برخو کې لګول کېږي چې هدف یې د دفاع وزارت د زېرمو څخه د پوځي توکیو بشپړول او د پوځي تجهیزاتو د تولید چټک کول دي.

متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ داسې مهال د اوکراین سره نوې امنیتي مرستې اعلان کړل چې په اوکراین کې چارواکو ویلي روسي ځواکونو د دې هیواد په اودیسا کې په بندر هوایي برید کړی او لږ تر لږه یو تن پکې وژل شوی.

د اوکراین پوځ همدرانګه ویلي چې په هوایي دفاعي سیستم یې د روسیې ۱۵ ډرون یا بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي چې پدې برید کې ترې کار اخیستل شوی و.

پوځ همدرانګه ویلي چې د روسیې ۸ توغندي یې هم شنډ کړي خو د همدې توغندیو پرچو په سیمې کې اور بل کړی و چې د اور وژنې عملې یې د مړ کولو لپاره څو ساعته هلې ځلې کولې.

فورم \ دبحث خونه