شاته

وسله والو د نایجریا ۲۶ سرتیري په کمین کې وژلي

د نایجریا نظامي چارواکي وایي د دې هیواد ۲۶ سرتیري یکشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) د وسله والو په کمین کې وژل شوي او اته نور یې ټپي شویدي.

د نایجریا پوځ دا ندي ویلي چې دا کمین کومې وسله والې ډلې کړی خو د دې هیواد په مرکزي او شمال لویدیځه برخه کې جنایي ډلې فعالې دي چې په لیرې پرتو بانډو وخت ناوخته بریدونه کوي، خلک د پیسو لپاره تښتوي او کورونه تر لوټ کولو وروسته سوځوي.

د پوځ دوو افسرانو د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي د ۲۳ سرتیرو تر څنګ چې ۳ پکې افسران و، درې رضاکاران هم وژل شویدي.

دې افسرانو ویلي چې جګړه د هیواد په مرکزې برخې کې د یوې لویې لار پر سر شویده او دا یې هم ویلي چې جګړه شدیده وه.

دې افسرانو همدرانګه ویلي چې په جګړې کې جنایي ډلو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دا یې ندي ویلي چې څومره یې وژل شوي او ټپي شویدي.

په عین حال کې د نایجریا هوایي ځواکونه وایي یو هیلوکوپتر چې د جګړې سیمې ته د مړو او زخمیانو د لیږدولو لپاره استول شوی و، د پرواز کولو څخه لږه شیبه ورسته لویدلی خو دا یې ندي ویلي چې آیا په هیلکوپتر کې سپاره کسان ژوندي پاتې شوي که نه.

ویل کیږي چې پدې هیلکوپتر کې د مړو تر څنګ ۷ زخمیان هم د سیمې څخه لیږدول کیدل.

یوې پوځي سرچینې ویلي چې جنایي ډلو دا هیلکوپتر په ډزو ویشتلې او له همدې کبله یې سقوط کړی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د نایجریا د هوایي ځواکونو یو ویاند ایډوارډ ګابکویټ ویلي چې هیلوکوپتر Mi-171 ډوله وه او سیمې ته د ټپي شويو او وژل شویو کسانو د لیږدلو ماموریت لپاره استول شوې وه.

د هوایي ځواکونو دې ویاند تائید نکړه چې آیا دا هیلوکوپتر جنایي ډلو ویشتلې که نه خو دومره یې ویلي چې په د هیلکوپتر د مسافرینو د ژغورلو لپاره یې سیمې ته ځواکونه لیږلي او د الوتکې د لویدو په هکله پلټنې کیږي.

فورم \ دبحث خونه