شاته

امریکا: د خلیلزاد څرګندونې د متحده ایالاتو د حکومت د پالیسیو استازیتوب نکوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیزاد د دې هیواد عادي وګړی دی او څرګندونې یې د بهرنیو چارو د وزارت یا د حکومت د پالیسو استازیتوب نکوي.

د دې وزارت یوه ویاند ویدانت پاټیل دوشنبه اګست ۱۴ (زمري۲۳) په خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ښاغلي خلیلزاد تازه څرګندونې چې پخواني افغان سیاستوال او چارواکي یې بیرته افغانستان ته د ستنیدو لپاره هڅولي و ، وویل چې دا څرګندونې یې د متحده ایالاتو د حکومت د پالیسیو استازیتوب نکوي.

ویاند زیاته کړه، " هغه (زلمی خلیلزاد) د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یا د متحده ایالاتو د حکومت په استازیتوب نه غږیږي. هغه یو عادي تبع دی".

ویاند همدارنګه وویل چې متحده ایالات داسې یو افغانستان غواړي چې د " خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي او پخپلو پښو د دریدو توان ولري".

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د افغانستان په هکله د متحده ایالاتو پالیسي په همدې هدف څرخیږي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناورین ته ځواب ویلو کې مرسته کول هم پکې شامل دي.

ښاغلي پاټیل وویل چې د متحده ایالاتو لپاره همدا "مهم لومړیتوب" دی.

د خلیلزاد په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمن کیدو وروسته "د پخوا په پرتله افغانان لږ وژل کېږي، خلک له جګړې ستړي شوي وو او امریکا هم د افغانانو له وژلو ستړې شوې وه."

خو دغه پخواني امريکايي چارواکي په دې اړه چې په افغانستان کې کومې ډلې پوځيان او ملکيان په وژونکو بریدونو کې په نښه کول، تبصره نده کړې.

د افغانستان یو شمیر پخوانیو چارواکو او سیاستوالو د ښاغلي خلیلزاد پدې څرګندونو تند غبرګونونه وښودل.

د افغانستان د ولسمشر پخواني مرستیال امرالله صالح د خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې وه چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی اوس د طالبانو په سلاکار بدل شوی دی.

صالح په دې پیغام کې ویلي و: ''د خلیلزاد د رول په اړه باید وویل شي چې هغه وار وار خپل ځان د افغان په احساس او عاطفې او د امریکا په ماموریت او تابعیت کې پېژندل. خلیلزاد د دوحې د تړون په لاس لیک کولو او له طالبانو سره په ائتلاف او دغې نیابتي او ملي ضد ډلې ته د افغانستان په سپارلو سره دا ثابته کړه چې په ډیره کم کچه هم د وطن د مینې په نامه هیڅ شی دده په وجود او ذهن کې نه شته او د ښه تقاعد لپاره یې د خپل ټاټوبي پر اورمیږ د راولپنډۍ پښه کښیښودله.''

تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي و چې د دوحې تړون د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړه، خو د هغه په وینا د ناکامۍ پړه یې باید په دواړو د افغانستان په جمهوریت او طالبانو واچول شي.

خلیلزاد د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې د افغانستان له سقوط مخکې د دواړو لورو ترمنځ تفاوتونه او اختلافات د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامۍ لامل شول.

نوموړي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د لاسلیک شوي تړون دفاع کړې او ویلي یې دي چې د هغه په اساس باید د افغانستان جمهوریت او طالبانو د سولې د موافقې له لاسلیک لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل کړې وای، خو دا بهیر د شپږ میاشتو ځنډ وروسته پیل شو.

فورم \ دبحث خونه