شاته

د امریکا جورجیا ایالت د ټرمپ ممکنه محاکمې ته تیاری نیسي

د امریکا په جورجیا ایالت کې څارنوالان د دوشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۳) د محکمې له لورې ګمارل شوي یو منصفه پلاوي ته داسې شواهد وړاندې کوي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅو تورنوي.

دا څلورم ځل دی چې پر ټرمپ جنايي تورونه پورې کیږي او ددې امکان ښودل شوی چې په جورجیا کې د نوموړي د محاکمې بهیر په بې ساري ډول په تلویزیون کې په ژوندۍ بڼه خپور شي.

د جورجیا په فولټن ښار کې د محاکمې د بهیر دپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او یو شمېر چارواکي اندېښنه لري چې ښايي تاوتریخوالی رامنځته شي.

ددغه ایالت څارنواله فاني وېلیس به د ټرمپ پر ضد منصفه پلاوي ته خپله صورت دعوا وړاندې کړي. نوموړې پدې تحقیقات کړي چې آیا ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د بدلولو لپاره پر ایالتي چارواکو فشار راوړی و او د جعلي رایه ورکوونکو د استفادې په اړه یې دسیسه کړې وه که نه.

خو ټرمپ د جورجیا تحقیقات پخپله یوه دسیسه بللې ده.

د ټاکنو د ادارې چارواکی ګبریل سټرلېنګ چې په جورجیا کې یې د رایو د بیاشمېرنې سره همکاري کړې وه، ښايي په محکمه کې شاهدي ورکړي. ګبریل پدې اړه د اې بي سي د شبکې سره خبرې کړې دي.

هغه ویلي: "موږ درې ځلې رایې وشمېرلې. ده پدې ایالت کې رایې بایللي وې او همدا یې ویل چې ګټلي یې دي. دا د شخړو او لانجو د جوړولو لپاره و. "

د سټرلینګ نه پوښتنه وشوه چې آیا د ښاري څارنوالې په اړه د ټرمپ نیوکې کوم ډول تاوتریخوالي ته زمینه برابروی شي؟ هغه وویل: "داسې نه ده چې یوه ډله توطیه جوړونکي دې سره یوځای وي. ښايي یو رواني فرد به وي چې پدې بهیر کې به افراطیت ته مخه کړي."

د امریکا د جمهوري ریاست راروانو ټاکنو ته نوماند کرېس مورفي د اې بي سي شبکې ته ویلي که پخوانی ولسمشر په جورجیا کې هم محکوم شو، نو رایه ورکوونکي باید د هغه په اړه د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې زیات دقت وکړي.

کرېس مورفي وايي، فکر کوي چې جمهوري غوښتونکي رایه ورکونکي به له ځانه دوه پوښتنې وکړي: "هغه څه ته چې ده ترسره کړي، آیا دی چې په څلورو قضیو کې تر محکومیت لاندې دی داسې شخص دی چې د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ټاکنو کې جو بایډن یا کوم بل دموکرات ته ماتې ورکړي؟"

ولسمشر جو بایډن پخپله هم ګواکې د محرمو اسنادو نه د استفادې په خاطر تر تحقیقاتو لاندې دی.

تېره اونۍ یو ځانګړی پلټونکی وګمارل شو چې د ولسمشر د زوی، هنټر بایډن د بهرنیو سوداګریزو معاملو په اړه په خپلواکه توګه څېړنه وکړي.

پدې اړه د استازو جرګې دیموکراټ غړی جیمي راسکین، د اې بي سي په شبکه کې تبصره کړې ده. هغه وايي: "موږ ټول پوهېږو چې دغه سړی په نشه يي توکو اخته و او ډېر غیرقانوني او ناجایز کارونه یې کړي دي. موږ ویلي چې عدلي ادارو ته موقع ورکړل شي چې خپل کار وکړي."

د څارنوالانو په وینا د مالیاتي تېښتې او د وسلو د غیرقانوني مالکیت په اړه د هنټر بایډن د هوکړو له افشا کېدو وروسته، محکمې ته د هغه د قضیې د وړاندې کولو امکان خورا زیات شوی دی.

فورم \ دبحث خونه