شاته

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۳۶۶ پیښې ثبت شوي 

د افغانستان خبریالانو مرکز‌ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال یې په دغه هېواد کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې نږدې۳۷۰ پيښې ثبت کړي دي.

په دغه رپوټ کې چې د افغانستان ۳۴ ولایتونه یې تر پوښښ لاندې راوستي او د دوشنبې په ورځ د اګست ۱۴مه (زمري۲۳مه) خپور شو، د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو په برخه کې د طالبانو له لوري پلي شوي پرېکړې، مقررات او طرحې څېړل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي چې په تېرو دوو کلونو کې د ګواښونو، توقیف او له تاوتريخوالي څخه ډک چلند په ګډون د رسنيو او خبريالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٣٦٦ پېښې ثبت شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي: "په ثبت شویو پېښو کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو درې پېښې، د خبریالانو د ټپي کېدو ۲۳ پېښې او ۱۷۶ مؤقت او لنډمهاله توقیف چې یې څو میاشتې دوام درلودل، شامل دي.‌ همداراز، په دې موده کې د ګواښونو ۱۳۹پېښې او د فزيکي تاوتريخوالي او د خبريالانو د وهلو ټکولو ۲۵ قضيې ثبت شوې دي."

د دغه رپوټ له مخې، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو په ګډون چې د طالبانو له خوا نیول شوي، ۹ تنه یې لا هم په بند کې دي.

په رپوټ کې ویل شوي، چې د کابل د هوايي ډګر په چاودنو او په مزارشریف ښار کې د خبریالانو په غونډه کې، درې خبریالان وژل شوي، چې داعش تروریستي ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخیستې دی.

د کابل په هوايي ډګر کې په چاودنه کې چې د ۱۴۰۰ لمریز کال، د وږي د میاشتې په څلورمه نېټه د کابل له سقوط څو ورځې وروسته وشوه، د "رها" خبري اژانس او "افغانستان ما" د خبریال علیرضا احمدي او همدا راز د "جهان صحت تلویزیون" د یوې پخوانۍ کارکوونکې، نجمه صادقي ګډون، ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.‌

همدا راز د ۱۳۹۱ لمریز کال، د کب په ۲۰ مه، په مزارشریف کې د خبریالانو په یوه غونډه کې له چاودنې وروسته د افغان غږ (آوا) خبري آژانس د خبریال حسین نادري په ګډون لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او نږدې ۱۹ نور خبریالان ټپيان شول.

د افغانستان د خبريالانو مرکز همدا راز په خپل رپوټ کې ویلي: "په ډېرو نورو پېښو کې د طالبانو د استخباراتو او امنيتي ادارو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پورې تړلې کسان ښکېل وو."

په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنۍ واکمنۍ پر مهال د رسنیو له ازادۍ او د خبریالانو د فعالیت له سرغړونې سره سره، د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه رپوټ کې ددې خبرې پخلی کړی دی چې له یادو دوو پېښو پرته او همدا راز د مخکنې حکومت پر پرتله هیڅ رسنۍ او خبریالان د هدفي بریدونو له امله په نښه شوي نه دی او دا یې "یو مثبت بدلون" بللې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو مخکې دغه ډله د خبریالانو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسوول ګڼي او وايي چې د جمهوريت پر مهال د طالبانو له خوا په ترسره شویو بریدونو کې تر ۱۲۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

حکمونه او فرمانونه

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د رپوټ له مخې، د طالبانو حکومت د حکمونو او فرمانونو په صادرولو سره، د رسنيو د کار او فعاليت لپاره ځينې ځانګړي تګلارې پرمخ وړي دي.

په رپوټ کې راغلي: " طالبانو تر اوسه او د خبریالانو له نظر پرته،‌ لږ تر لږه شپږ ځانګړي احکام او یا هم د رسنیو اړوند لارښوونې چمتو او هغه یې لازم الاجرا ګڼلي دي. دا لارښوونې، چې قانوني بنسټ یې نه دی تعریف شوی او یو شمېر یې مواد یې ناڅرګنده او مبهم، د ازادو رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتوالي ګرځېدلی دی".

د رپوټ له مخې، د طالبانو حکومت له اړوندو ادارو سره د خبرونو او رپوټونو او همداراز د سیاسي او امنیتي محتوا لرونکي اعلانونو د خپرولو همغږۍ کول،‌ د طالبانو له مخالفو څیرو سره پر مرکو بندیز، په تلويزيوني نندارو کې د ښځو پر رول بنديز، د کورنيو رسنيو له لارې د نړيوالو رسنيو د ټلويزيوني پروګرامونو د خپرونو بندول، د موسيقۍ، فلمونو او سريالونو پر خپرېدو بنديز، پر ښځو په زوره د غير دوديز حجاب اغوستلو او مخ پټول، له نارینه وو سره د ښځینه خبریالانو پر مرکو او د یا ګډ پروګرامو پرمخ وړلو بندیز او د طالبانو پر حکومتي چارواکو هر ډول نیوکې، د دې لارښوونو له پایلو څخه دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په رپوټ کې زیاته کړې: "د دې لارښوونو پلي کول چې پر خبریالانو د فشار، ګواښ او هان په پراخه کچه د نیولو سره مل دي، سانسور خپل اوج ته رسولی او په عملي توګه یې ازادې رسنۍ له سقوط سره مخ کړې دي."

د دغه رپوټ له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د جمهوري ریاست پر مهال د څه باندې ۶۰۰ فعالو رسنیو له ډلې نیمايي یې د اقتصادي ستونزو او د کار د محدودیتونو د زیاتوالي له امله له فعالیته پاتې شوي دي.

بلخوا د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په دې موده کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم له هېواده وتلي او دا لړۍ لا دوام لري.

طالبانو تر اوسه د دغه رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دې ډلې چارواکو تر دې وړاندې ټینګار کړی چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي، په دې شرط چې رسنۍ د نظام د سقوط لپاره خپرونې ونه لري.

فورم \ دبحث خونه