شاته

امریکايي سناتور: افغانستان یو ځل بیا د 'دهشت په خطرناک' پټنځای بدل شوی دی

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کميتې غړی، جیم ریش وايي، چې پر افغانستان د طالبانو تر دوه کلنې واکمنۍ وروسته،‌ دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په یو خوندي پټنځای بدل شوی دی.

دغه امریکايي سناتور په یوې اعلامیې کې ویلي: "له افغانستان څخه زموږ [متحده ایالتونه] تر ستنیدلو وروسته، د افغان ښځو، نجونو او لږکیو حقونه له منځه تللي‌ او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په یو خطرناکه او امن پټنځای بدل شوی دی."

تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو رپوټ کې وویل، چې د القاعده تروریستي ډله په افغانستان کې په پټه فعالیت کوي، تر څو د دې روایت سره مرسته وکړي چې طالبان پر خپلو ژمنو ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د تروریستي موخو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: "د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې همداسې نږدې پاتې شوي دي".

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړ او ويې ويل: "القاعده په افغانستان کې شتون نه لري او دا راپورونه درواغ دي. "

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د ښځو د کار او زده کړې پر حق سخت محدودیتونه وضع کړل. دغه ډلې د منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو منعې کړې دي.

طالبانو له محرم پرته د ښځو پر تګ، تفریحي پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او همدا راز د ښځو سینګارتونونه یې هم تړلي دي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی سناتور ریش وايي، چې امریکا له افغانستانه په بیړه ووتله او "د ولسمشر بایډن اداره لا هم د دې خبرې پړه پر غاړه نه اخلي."

نوموړي زیاته کړه، د حکومت هغه رپوټ چې تېره میاشت خپور شو، د هغو تېروتنو مسوولیت پر غاړه نه ‌دی اخیستی چې د نړۍ په کچه یې د امریکا نوم او شهرت زیانمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر تل له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ستنیدلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړی او ويلي يې دي چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه يې له ډپلوماتيکو او پوځي مقاماتو سره د مشورې او ملي ګټو په پام کې نيولو سره کړې ده. ولسمشر بایډن دا هم ویلي دي چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې بې ساری وو.

خو سناتور ریش وایی، هغه افغانان چې د امریکا ملاتړ یې کړی، اوس هم په افغانستان کې پاتې دي او د طالبانو پر وړاندې له ځانه دفاع کوي.

دغه امریکايي سناتور پر ولسمشر بایډن نیوکه وکړه او ویې ویل: "رهبریت حساب ورکول او له تېروتنو څخه زده کړه ده.‌ د دې لپاره چې د دې ډول خونړۍ پېښې د تکرار مخنیوی وشي، د [ولسمشر] اداره باید خپلې ناکامۍ ومني او خپل پلانونه له مخې تنظیم کړي ".

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هغې هوکړې پر بنسټ تر سره شوه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په قطر کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.

که څه هم ټرمپ په وار وار د دغه تړون د لاسلیک دفاع کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان جګړې د امریکایانو ژوند او منابعې اخیستی او باید پای ته ورسېږي، خو ددې خبرې سره سره یې، د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر،‌ پر ولسمشر بایډن تل نیوکې کړي دي. بلخوا ولسمشر بایډن، د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو څخه د دفاع تر څنګ، ویلي چې هغه نه غوښتل دا جګړه د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر ته په میراث پریږدي.

فورم \ دبحث خونه