شاته

امریکا کې د ځان وژنې کچه په بې ساري ډول زیاته شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت ویلي چې په ۲۰۲۲کال کې په دغه هېواد کې، ۴۹۵۰۰ کسانو ځانونه وژلي او دا شمېره د امریکا په تاریخ کې بې سارې ده.

د امریکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې د مرکز چې دغه احصاييه يې خپره کړې، تر اوسه په امريکا کې د سږ کال د ځان وژنې شمېره نه ده اعلان کړې، خو شمېرې ښيي، چې د دويم نړیوال جنګ راهيسې په امريکا کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي.

د کریسټینا ویلبر په نوم یوې ۴۵ کلنې امریکایۍ مېرمنې چې زوی یې تیر کال ځان په ډزو وژلی وو، وویل: "یو څه ناسم دی. د ځان وژنو شمېر باید لوړ ولاړ نشي. زما زوی باید مړ شوی نه وای. پوهیږم دا موضوع پیچلې ده..... خو موږ باید د یو څه کولو توان ولرو. دا هغه څه دي چې موږ یې نه کوو، ځکه اوس چې هر څه کوم، مرسته نه کوي."

دا د کیل ویلبر عکس دی چې تیر کال یې ځان وژنه وکړه.
دا د کیل ویلبر عکس دی چې تیر کال یې ځان وژنه وکړه.

یو شمیر کارپوهان خبرداری ورکوي چې ځان وژنه یوه پیچلې مسله ده او د خپګان زیاتوالي او د رواني روغتیا خدماتو نشتوالي په ګډون زیات لاملونه لري.

بلخوا، جيل هارکوي فريډمن، د ځان وژنې د مخنيوي د امريکايي بنسټ د څيړنې مشره، په دې باور ده چې په امريکا کې د ځان وژنې د زياتوالي يو له اصلي لاملونو څخه وسلې ته لاسرسی دی.

د ارقامو او شمېرو له مخې، ډېری خلکو د نورو لارو په پرتله، په وسلو ځان وژنه کړې ده. دا پداسې حال کې ده چې په متحدو ایالتونو کې د وسلو پلور په پراخه کچه زیات شوی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون په امریکا کې د ځان وژنې احصایې څیړلې دي. د دغه څیړنې له مخې، په متحده ایالاتو کې د وسلو په واسطه د ځان وژنې کچه د تیر کال تر ټولو لوړ کچې ته رسیدلې دی. د دې څیړنې د موندنو له مخې، د لومړي ځل لپاره د تور پوستانو په منځ کې د وسلې په واسطه د ځان وژنې کچه د سپینپوستو ځوانانو په پرتله لوړه شوې ده.

په امریکا کې د ځان وژنې کچه د ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د ډیریدو په حال کې وه. تر دې مخکې په ۱۹۴۱ کال کې په امریکا کې د ځان وژنې کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه او په هغه کال کې په ټول هېواد کې ۴۸۳۰۰ کسانو ځان وژنه کړې وه، یعنې په امریکا کې له ۱۰۰زرو کسانو څخه ۱۴.۲کسانو ځان وژنه کړې وه.

د نوي خپاره شوي احصايې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د ځان وژنې کچه یو څه لږه شوې او په ۲۰۲۰ کال کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له لومړي کال سره سمون خوري، د ځان وژنې کچه هم ټېټه شوې ده.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د ځان وژنې کچه څلور سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۰ کال کې ۴۹۴۴۹ کسانو ځان وژنه کړې چې د تېر کال په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې احصایې کې ویل شوي چې د ځان وژنې تر ټولو ډیر زیاتوالی په زړو کسانو کې لیدل کیږي. د ۴۵او ۶۵ کلونو عمر لرونکو ترمنځ ځان وژنه نږدې اوه سلنه زیاتوالی موندلی او د ۶۵ کالو څخه پورته خلکو کې ځان په ځانګړې توګه د سپین پوستو نارینه کې تر اتو سلنې ډیر شوی دی.

اروا پوه ډیبرا هوري، وايي چې د دندې یا خاوند له لاسه ورکول د لویانو ترمنځ د ځان وژنې یو له اصلي لاملونو څخه دی.

همدا راز د ۲۵ او ۴۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو په منځ کې د ځان وژنې کچه نږدې یو سلنه لوړه شوې ده. د تازه خپرو شویو احصایو له مخې ځان وژنه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مړینې دوهم لوی لامل دی.

فورم \ دبحث خونه