شاته

پیر ګیلاني سبا ننګرهار کې خاورو ته سپارل کیږي

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شي او له هغې وروسته د ننګرهار ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کې په خپلې پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

پیر سید احمد ګیلاني د شنبې په ماښام د کابل ښار د ملي امنیت په روغتون کې د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ساه ورکړه.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطالرحمن سلیم امریکا غږ ته وویل، د ښاغلي ګیلاني د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم سبا ترسره کیږي.

ښاغلي سلیم وویل "سبا به یې د جنازې لمونځ په رسمي توګه په ارګ کې ادا شي، له هغې وروسته یې جنازه جلال‌آباد ته لیږدول کیږي او په سرخ‌رود کې به په خپلې پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي."

پير سید احمد ګیلاني تیرکال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وټاکل شو.

د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د هغه په وخت کې افغان حکومت له اسلامي حزب سره د سولې تړون هم وکړ.

ښاغلی ګیلاني د ملي محاذ په نامه د یو ګوند مشري هم کوله او پر افغانستان باندې د روسانو د یرغل پر وړاندې مبارزه کې یې ونډه درلوده.

د ښاغلي ګیلاني پر مړینې غبرګونونه

د افغان حکومت مشرانو د ښاغلي ګیلاني پر مړینې ژوره خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان لپاره ستره ضایعه ګڼلې ده.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ښاغلي ګیلاني د مړینې له امله د هغه کورنۍ او د افغانستان ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي "افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د تصامیمو په برخه کې د پیرصاحب پوهې، لارښوونو او ګټورو نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت لري. درېغه افغانان په دغسې حساسو شیبو کې خپل یو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکوي."

د ارګ په اعلامیې کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د ښاغلي ګیلاني هلې ځلې ستایل شوې دي.

دغه راز، د افغانستان اجرائیه ریاست د سولې د عالي شورا د مړینې په غبرګون په یوې اعلامیې کې د هغه له کورنۍ، د ملي محاذ ګوند او د سولې عالي شورا له غړو سره غمرازي څرګنده کړې او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې یې د ښاغلي ګیلاني مړینه نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼلې ده.

د پاکستان حکومت هم د افغانستان د سولې عالي شورا پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې له لارې د ښاغلي ګیلاني د مړینې له امله د خپل حکومت او ولس په استازیتوب د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

سید حامد ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني مشر زوی له امریکا غږ آشنا تلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې پلار یې په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې اغیزمن رول درلود او زیاته یې کړه چې د هغه مړینه د دغه هیواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.