BBC
 شاته

'۲۰۱۷ کې درېیمه برخه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري'

ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري مرستو له اړخه استثنايي کال په مخ کې لري او په دې کال کې به د هېواد د نفوس درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتيا ولري. د راتلونکي کال د بشري مرستو لپاره له نړيوالې ټولنې د ۵۵۰ ميليونو ډالرو غوښتنه شوې چې ۵٫۷ میليونه به یې اړمنو کسانو ته ورسېږي.