شاته

د اوباما په واکمنۍ کې درُون ۱۱۷ ملکیان وژلي

د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي مقاماتو رپوټ ورکړی چې د جمهور رئیس باراک اوباما په واکمنۍ کې په پاکستان، یمن او نورو هیوادونو کې د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو او نورو بریدونو کې ١١٧ ملکي وگړي وژل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست په اته کلنه دوره کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د ۲۸۰۳ نه تر ۳۰۲۲ تنو پورې سخت دریځه وژل شوي دي.

خو په برتانیا کې یو خپلواک څیړنیز بنسټ رپوټ ورکړی چې د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست په دوره کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په حملو کې له ۴٠٠ څخه تر ٨٠٠ پورې ملکي وگړي وژل شوي دي.

د بشري حقوقو د مدافیعینو په گډون مختلفې ډلې په دغو شمیرو باندې په انتقاد سره وایي چې د اوباما ادارې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې شمیره کمه ښودلې ده. دغه ډلې اندیښمنې دي چې د دونالد ټرمپ اداره به د بې پیلوټه الوتکو د بردیونو نه زیاته استفاده وکړي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رئیس جیمز کلپر، ویلي دي چې امریکا د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ نه د ۲۰۱۶ میلادي کال تر دسامبر پورې د ترهگرۍ ضد ۵۲۶ حملې کړې دي چې د بې پیلوټه الوتکو بردیونه هم په کې شامل دي.

ددغو بریدونو د ځای دقیق رپوټ یې نه دی واضح کړی، خو د دفاع وزارت او د مرکزي استخباراتو ادارې اکثر هدفونه په پاکستان، یمن، سومالیا او لیبیا کې په نښه کړي دي. په دغو معلوماتو کې هغه حملې نه دي شاملې چې په افغانستان، عراق او سوریه شوي دي.

جمهور رئیس باراک اوباما د روان کال په لومړیو کې د انتقادونو په تصدیق سره د بې پیلوټه الوتکو حملې مطلوبې گڼلي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو سره د پیلوټ له دخالت پرته په کم لگښت او د ملکي وگړو په ډیرو لږو تلفاتو سره د ترهگرو پناه ځایونه په نښه او له منځه وړل کیږي.

دونالد ټرمپ چې له نن څخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس کیږي تر اوسه د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه په مشخصه توگه څه نه دي ویلي، خو دې خبرې ته په پاملرنې چې ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې د ترهگرو جړلې به وباسي داسې ښکاري چې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو ماموریت به دوام وکړي.

رپوټ: اسوشیتدپرس