شاته

د ایټالیا پولیسو په سیسیلي کې څه دپاسه پنځه ټنه کوکاین نیولي 

د ايټاليا پوليسو د جمعې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰مه) وويل، مقاماتو د سيسيلي ټاپو په جنوبي ساحل کې ۵.۳ ټنه کوکاين چې د يوې کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته لېږدول کیدل، نيولي دي.

د ايټاليا د مالي چارو د جرمونو پوليسو چې د دغه هېواد د اقتصاد او ماليې وزارت په چوکاټ کې کار کوي، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دې کوکاينو ارزښت ٩٤٦ ميليونه ډالره اټکل شوى او په دې تړاو پنځه کسان نيول شوي دي.
ایټالوي پولیسو د یوې کښتۍ څارنه کوله چې له سویلي امریکا څخه راغلې وه او وروسته له هغې یې اقدام وکړ چې یوه څارونکې الوتکه هغو کڅوړو ته متوجه شوه چې د سیسيلي د تنګي په اوبو کې د یوې کښتۍ له بدنې څخه بلې ته اچول کیدې. یوه کب نیونکې کښتۍ د کوکاین دې بار وړلو ته انتظار وه.

پولیسو د کب نیولو کښتۍ ودروله او په کښتۍ کې دننه یې په یو پټ ځای کې زیاته اندازه مخدره توکي وموندل. پدې تړاو د تونس هیواد دوه اوسیدونکي، یو ایټالوی، یو البانیایی او یو فرانسوی نیول شوي دي.

د ایټالیا د سیسیلي سیمې رئیس ریناټو شیفاني د دې عملیاتو ستاینه وکړه چې له امله یې د پنځو ټنو څخه ډیر کوکاین ونیول شول او دا یې د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې یو ګوزار وباله.

شيفاني د يوې اعلاميې په خپرولو سره ايټاليا ته د نشه يي توکو راتګ د دغه هېواد لپاره يو ناورين وباله او وویل، "بې وجدانه" کسان دا کار ترويج کوي او د دوى دغه عمل د خلکو او کورنيو د مرګ لامل ګرځي.

د ایټالیا پولیسو د روان کال په اپریل میاشت کې د سیسیلي په ختیځه بحیره کې نږدې دوه ټنه کوکاین وموندل. داسې ګومان کېږي چې دغه اندازه نشه يي توکي هلته ځای پر ځای شوي وو چې یوه بار وړونکي بېړۍ یې بار کړي.