شاته

طالبانو څخه په ملاتړ د خواجه اصف پښیماني؛ خبر نه و چې طالبان به زمونږ دښمنانانو ته پناه ورکوي

د پاکستان د دفاع وزیر په یوه مرکه کې د طالبانو څخه د پاکستان په ملاتړ پښیماني ښودلې او ویلي دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد د طالبانو په بري خوشاله شوی و او ورته یې مبارکي ورکړې وې، خو دوی په دې نه و خبر، چې هغوی به د پاکستان دښمنانانو ته پناه ورکوي.

خواجه اصف د پاکستان د ډان تلویزیون سره په مرکه کې، چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) خپره شوې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت تحریک طالبان پاکستان ته په دغه هیواد کې پناه ورکړې او ددې باوجود ناسم بیانونه هم ورکوي او وايي، چې د "ټي ټي پي" د ډلې کسان په افغانستان نشته دی.

هغه وویل، چې په تیر یو کال کې د تحریک طالبان پاکستان یو شمیر غړي په افغانستان کې وژل شوي، چې په اړه یې ټول خلک خبر دي.

خواجه اصف ويلي: "له کله څخه، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی مونږ هم ستايلی، چې د يوې اوږدې جګړې وروسته هغوی کامياب شوي، مونږ پرې خوشاله شوي و او ورته مو مبارکي ورکړې وه خو مونږ نه وو خبر، چې دوی به زمونږ دښمنانو ته پناه ورکوي او پناه ځایونه به ورکوي".

د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو د ډلې ترمنځ په دوحه کې د سولې د خبرو پر مهال خواجه اصف په يو ټويټ کې د ملا عبدالغني برادر او د هغه وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو يو عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي وو: "طاقتونه ستاسو او خدای زمونږ سره دی، الله اکبر".

همداشان د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم هغه مهال په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وورسته ویلي وو، چې "طالبانو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړل".

د پاکستان د دفاع وزیر دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر دفتر د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰(چنګاښ ۲۹) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر د ښاغلي دراني سره د پنجشنبې په ورځ په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا د هیڅ کوم هیواد پرخلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو ډاډ ورکړی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یو مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي".

ددې اعلامیې له مخې مولوي عبدالکبیر اصف دراني ته ویلي، چې د داسې هیواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوي، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.

ښاغلی درانی د چهارشنبې په ورځ په یو درې ورځیني سفر کابل ته تللی دی. افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د مولوي عبدالکبیر سره د کتنې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره هم کتلي و.

تراوسه ښاغلي دراني رسنیو ته د طالبانو د چارواکو سره د خپلو لیدو کتو او په دغو کتنو کې د شوو بحثونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هیواد کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي.

ددغو راپورونو پر اساس په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې د امنیتي ځواکونو منسوبین دي. تیره اونۍ د جولای په ۱۲ د بلوچستان ایالات د ژوب په سیمه کې په یو برید کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي و.

د اکثرو دغو بریدونو مسئولیت د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې په غاړه اخیستی دی.

په ژوب کې د ۱۲ پاکستاني سرتیرو د وژل کیدو وروسته د پاکستان پوځ د طالبانو له چارواکو د "ترویستانو" د فعالیتونو، د مهارولو غوښتنه کړې وه، چې د سرحد څخه په تیریدو په دغه هیواد کې بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ د جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) په یو بیان کې ویلي: "دا ډول بریدونه د زغملو نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا به موثر ځواب ورکړل شي".

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي: "پاکستان کې په تروریستي اقداماتو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي".

پاکستاني چارواکي وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې دا ښيي، چې د افغانستان د طالبانو وسله وال د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره یوځای شوي دي.

د طالبانو حکومت دا تورونه نه مني او ټېنګار کوي، چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

په تیرو شاوخوا ۲۳ میاشتو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستاني لوړ پوړو چارواکوپه پرله پسې ډول افغانستان ته سفرونه کړي خو لاتراوسه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د تحریک طالبان د ډلې په اړه ستونزې او شکایتونه نه دي هوار شوي.

تیره اونۍ افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو د حکومت له خوا د ډیورنډ د کرښې له اوږدو څخه دننه په افغانستان کې نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د انتقالولو د اقدام هرکلی کړو. طالبانو حکومت ویلي، چې د پاکستان امنیتي اندیښنو ته په پاملرنې یې پریکړه کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال، چې طالبان یې پاکستاني مهاجرین ګڼي د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال کړي.