شاته

طالبان اروپايي ټولنې ته: د فشار او بندیزونو پرځای باید تعامل او تفاهم ته مخه وکړئ

د اروپايي ټولنې له خوا د طالبانو په څو چارواکو د بندیزونو د لګولو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند د فشارونو د پلي کولو او بندیزونو د لګولو پر ځای د دغې ټولنې څخه د تعامل او خبرو غوښتنه کړې ده.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو پر ۱۸ اشخاصو او پنځو بنسټونو د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله بندیزونه ولګول.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اروپايي ټولنې ددغه اقدام په غبرګون کې د جمعې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د بندیزونو لیست ته د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو زیاتول هیچا ته ګټه نه رسوي.

ښاغلي مجاهد لیکلي: "د دې پرځای چې د فشار او تحریم له غوراوي څخه استفاده کیږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخیستل شي، د افغانانو په وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړی".

د پنجشنبې په ورځ اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

د نویو بندیزونو له مخې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د دغو کسانو شتمنۍ بندېږي، د دغو هیوادونو اتباع او شرکتونه له بندیزونو لاندې کسانو سره له اړیکو منع کېږي او د اروپايي ټولنې له لارې د ترانزیت او د ویزو د صادرولو په ګډون پر هغوی د سفر بندیز لګول کېږي.

په عین حال کې ځیني افغان کارپوهان دا ګڼي، چې د طالبانو په چارواکو د بندیزونو لګول به د دغې ډلې د سیاست په بدلون کومه خاصه اغیزه ونلري.

د امنیتي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې باور دی، چې ددې وړاندې هم د طالبانو په ځینو مشرانو او چارواکو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا بندیزونه لګیدلي دي، چې له مخې یې له هغوی افغانستان څخه بهر ته سفر نشي کولی.

ښاغلی ندیم وايي، چې طالبانو لپاره داخلي مسایل ډیر مهم دي او هغوی هر ډول، چې وغواړي په افغانستان کې د خپلو سیاستونو د پلي کولو قدرت لري.

د افغانستان د چارو دغه کارپوه په اروپايي ټولنه کې د بیان ازادۍ ته په اشارې سره وویل، چې ددې ټولنې غړي هیوادونه هڅه کوي ، چې د دغو هیوادونو د عمومي افکارو په نظر کې نیولو سره حرکت وکړي.

ښاغلي ندیم وویل: "په حقیت کې دا بندیزونه د دغو هیوادونو عامه افکارو لپاره اعلان شوي او ډیر سمبولکه بڼه لري د طالبانو په حکومت هیڅ اغیز نشي اچولی چې ددغو بندیزونو له امله خپل سیاستونه او چلند ته بدلون ورکړي".

د ښځو د حقونو یوه فعاله مینه رفیق وايي، چې افغان میرمنې د طالبانو په دریو چارواکو باندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو هرکلی کوی. میرمن رفیق امریکا غږ ته وویل، چې باید د طالبانو نور چارواکي هم د بندیزونو په لیست کې شامل شي.

میرمن رفیق وویل: "باید د طالبانو ټوله ډله د تروریستي او فاشیستي ډلې په توګه وپیژندل شي، یو یا دوه یا پنځه او لس کسان نه، په کار دي، چې طالبان د افغانستان د دولت په توګه و نه پیژندل شي، دوی باید د ټولو هیوادونو، سازمانونو، اروپايي ټولنې له خوا او د ټولو ( ټولې نړۍ له خوا) تحریم شي... افغانستان څخه یې لاس لنډ شي".

د ښځو د حقونو دغې ملاتړې وویل، چې نړیواله ټولنه باید پرې نږدې، چې یو هیواد د " تروریستي سرپرستانو" له خوا اداره شي، باید د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو اواز واوریدل شي او د هغوی څخه ملاتړ وکړي.

د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لیست کې ددغو دریو طالبانو چارواکو د نومونو په اضافه کولو سره اوس مهال ددغې ټولنې د بندیزونو په لیست د طالبانو د چارواکو د نومونو شمیر پنځه تنو ته رسیدلی دی.

دمخه تر دې هم اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر به معروف و نهی پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه لګولي وو. پر هغوی هم د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو له امله دغې ټولنې بندیزونه لګولي و.