شاته

قرآن ته د سپکاوي په غبرګون کې سعودي او ایران د سویډن سفیران وروغوښتل

سعودي عربستان او ایران په سټاکهولم کې هغو مظاهرو ته د اجازې ورکولو د غندني لپاره چې د بیان د آزادۍ په اساس د قرآن سپکاوی کوي، د سویډن دپلوماتان ورغوښتي دي.

د منځني ختیځ ددغو دوو ځواکمنو مسلمانو هیوادونو جلا جلا اقدامات د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) ناوخته په بیانونو کې پداسې حال کې اعلان شول چې د سویډن او عراق ترمنځ په سویډن کې د میشت عراقي کډوال په اړه کړکیچ زور اخیستی چې تیره میاشت یې د سټاکهولم د جومات بهر د قرآن پاڼې وسوځولې او د پنجشنبې په ورځ یې بیا قرآن ته سپکاوی وکړ.

د پنجشنبې په ورځ په سویډن کې میشت عراقي کډوال سلوان مومیکا قرآن کریم ته اور ورته نکړ، خو تر پښو لاندې یې کړ. تیره میاشت د مومیکا د قرآن سوځولو اقدام په اسلامي نړۍ کې د پراخې غندنې او اعتراضونو لامل شوی و.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې دوی به د سویډن سفیر ته "یو احتجاج یادداشت ورکړي چې په کې سویډني مقاماتو ته ددې شاهي دولت غوښتنه هم شامله ده چې د دې بې شرمه کړنو د مخنیوي لپاره سمدستي او اړین هر اړخیز اقدامات وکړي".

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې په تهران کې د سویډن سفیر د مومیکا مظاهرې ته د ورکړل شوي اجازې د غندلو او ستاکهولم ته د دې ډول اعمالو د عواقبو په اړه د خبرداری په خاطر احضار شوی دی.

کنعاني وویل، "موږ په سویډن کې د قران کریم او اسلامي مقدساتو په پرله پسې توګه سپکاوی په کلکه غندو او د سویډن حکومت په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو د پارولو د پایلو لپاره په بشپړ ډول مسؤل ګڼو."

د هغو رپوټونو وروسته چې د سویډن مقامات په سټاکهولم کې د قران د سوځولو لاریون ته اجازه ورکوي ددې سبب شول چې په سلګونو عراقیان سهار وختي په بغداد کې د سویډن په سفارت برید وکړي او ودانۍ ته یې اور واچوي.

پداسې حال کې چې د عراق حکومت د سویډن پر سفارت برید غندلی دی، د سویډن سفیر یې له خپل هیواد څخه وشړه او د اړیکو د قطع کولو او د سویډن مخابراتي شرکت ایرکسن د عملیاتي جواز د ځنډولو ژمنه یې هم کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ، د اسلامي همکارۍ سازمان ۵۷ غړو هیوادونو د ستاکهولم لاریون د "یو بل پارونکي برید" په توګه وغندلو او وویل چې دا عمل د بیان د آزادۍ حق نشي توجیه کولای.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په سویډن غږ کړی چې "د اسلام او د هغه د میلیاردونو پیروانو په وړاندې د کرکې د جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي".

د فرانس پرس اژانس د یو وروستي خبر له مخې سویډن د جمعې په ورځ جولای ۲۱ اعلان وکړ چې په عراق کې د خپل سفارت کارکونکي او عملیات د امنیتي اندیښنو له امله په موقتي توګه سټاکهولم ته لیږدولي دي.