شاته

ساپکو: په نړیوالو بشري مرستو باندې د طالبانو د کنترول په اړه مو کانګرس ته معلومات ورکړي

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی سرمتفش [سیګار] وايي‌ چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) د لندن په ګنګز کالج کې وویل چې د امریکا « د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې د ملګرو ملتونو په عملیاتونو کې د ستونزو په اړه د ځینو معلوماتو څخه» چې خوښوونکي نه دي، پرده پورته کړې ده.

ساپکو د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي چې تحقیقات وکړي، طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه.

نوموړي وویل چې زیات امریکایي قانون جوړونکي‌ اندېښمن دي، چې افغانانو سره «د بشري مرستو څومره اندازه هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو».

ملګرو ملتونو د دغه راپور تر لیکلو پورې، چې د مرستو د انحراف په اړه څومره معلومات لري، د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو په مرستو کې خپله مداخله رد کړې ده او امریکا او نورې مرسته رسوونکې ادارې یې تورنې کړې چې مرستې سیاسي کوي.

امریکا له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارد ډالر ولګول، خو کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا مرستې یې بندې کړې.

طالبانو د جنسیت په اساس، د مرستو رسولو په چارو کې محدودیتونه لګولي دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې یې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی دی.

متحدو ایالتونو سره له دې، چې په طالبانو یې بندیزونه په خپل حال پرېښي، بیا هم له افغانستان سره بشري مرستې روانې ساتلې دي او د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې یې نژدې دوه میلیارد ډالر له دغه هېواد سره مرسته کړې ده.

که څه هم نورو مرسته کوونکو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي، خو متحدو ایالتونو په روان کال کې۲۲۴ میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کړې او تر په دغه کال کې له دغه هېواد سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی بلل کېږي.

متحدو ایالتونو تېرکال د ملګرو ملتونو په غوښتنې، ۱.۲۶ میلیارد ډالر برابر کړل. ساپکو د شمالي کوریا او سوریې نومونه واخیستل او ویې ویل چې متحدو ایالتونو له داسې خلکو سره هم مرستې کړې چې «د هغو حکومتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي،‌ چې موږ ترې کرکه لرو».

سیګار ویلي دي چې د استازو خونې یوه لایحه تصویب کړې او اوس په سنا کې ده، چې د امریکا هر ډول مرستې منع کوې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسي. ساپکو وویل که دا لایحه تصویب شوه، له افغانستان سره به د مرستو بهیر ډېر پیچلی کړي.