شاته

تېرکال برازیل کې په هر یو ساعت کې په څه باندې اتو ښځو جنسي تېری شوی- راپور

په برازیل کې یوې نادولتي ادارې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان۱۹) راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې تېرکال په هر یو ساعت کې په شاوخوا اتو ښځو باندې جنسي تېری شوی دی. دا یوه لویه او بیسارې شمېره بلل کېږي.

راپور وايي چې د قربانیانو ۶۰ فیصده تر ۱۴ کالونو کم عمره نجونې دي.

د «برازیل د عامه امنیت فورم» په نوم ادارې ویلي دي چې تېر کال په شاوخوا ۳۰۰ ښځو باندې د ۷۴۹۳۰ جنسي تېریو د پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په برازیل کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د جنسي تېریو په پېښو کې ۸.۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

د پولیسو سره د راجستر شویو پېښو او رسمي اسنادو په اساس، په دغو کسانو کې ۱۰ فیصده یې تر څلورو کلونو کم عمره نجونې دي. د راپور په اساس، شاوخوا ۷۰ فیصده جنسي تېري‌ د قرباني شویو ښځو په کورونو کې شوي‌دي.

د «برازیل د عامه امنیت فورم» د چارو تنظیموونکې جولیانا مارتینز فرانس پرس اژانس ته وویل: «د کرونا ویروس د وبا په مهال ښوونځي وتړل شول او قربانیانې هم له خپلو متجاوزینو سره په کورونو کې اېسارې شوې. د ښوونځیو په بیا پرانیستل کېدو سره د شکایتونو شمېرهم زیات شو.»

نوموړې زیاته کړه: «د جنسي تېریو د ډېرو پېښو په اړه راپور ورکړل شوی نه دی. په همدې اساس، امکان لري چې پېښې تر ورکړل شویو ارقامو زیاتې وي.»

دغه نادولتي اداره وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو د ځان وژنې ۱۴۳۷ پېښې شوي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله ۶.۱ فیصده زیاتوالی ښيي. همدغه راز تېرکال د ښځو او مېړه ترمنځ د خشونت ۲۴۵۷۱۳ پېښې شوي چې د وړم کال په پرتله ۲.۹ فیصده زیاتوالی ښيي.