شاته

سیګار: امریکايي سناتورانو سره مو د افغانستان تجارب شریک کړل چې اوکراین کې ترې کار واخلي

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی سرمتفش [سیګار] وايي‌ چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوي زده کړې او تجارب یې له امریکايي سناتورانو سره شریک کړل چې د اوکراین په اوسني ‌وضعیت کې ترې ګټه واخیستل شي.

سیګار وايي د متحدو ایالتونو څلورو سناتورانو جان کینېډي، کېرسټن سینیما، کوین کرامېر او مایک براون د روان کال د جون په میاشت کې ورڅخه غوښتي وو، چې د افغانستان په تړاو خپلې موندنې او سپارښتنې ورسره شریکې کړې.

سیګار د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان۲۹) اعلان وکړ چې د دغو سناتورانو د غوښتنې په ځواب کې یې اووه مشخصې سپارښتنې کړي.

سیګارویلي‌ دي سره له دې چې افغانستان او اوکراین دوه جلا هېوادونه او له مختلفو ګواښونو سره مخامخ دي، خو د «هڅو د تنظیمولو، د فساد سره د مبارزې او په اغیزناک ډول د پروژو او پروګرامونو د څار او ارزونې په ګډون یو شمېر ننګونې» شته چې دوی به په اوکراین کې ورسره مخامخ شي.

زده کړې او سپارښتنې

د سیګار لومړۍ سپارښتنه دا ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه او د متحدو ایالتونو د پراختیایي چارو نړیواله اداره د نورو مسائیلو تر څنګ باید له اوکراین سره خپلې مرستې د «فساد سره په مبارزې، د اوکراین د بنسټونو په قوي کولو او د قانون په حاکمیت پورې مشروطې» کړي. سیګار سپارښتنه کوي چې باید په اوکراین کې د بیا رغونې د ماموریت څار او اروزنه وشي او که داسې ونشي په وینا یې د مرستو ضیاع، درغلیو او له مرستو څخه ناسمې ګټې اخیستو ته به لار پرانیستل شي.

سیګار وايي له افغانستان څخه یې یوه زده کړې دا وه،‌ چې د متحدو ایالتونو په حکومت او د نړیوالو ایتلافیانو په منځ کې اغیزناکه همکاري‌ کمه وه او دا کار په افغانستان کې د بریالیتوب په مخکې یو لوی خنډ و.

سپارښتنه یې دا ده چې د متحدو ایالتونو کانګرس ته ښايي‌ په حکومت کې دننه د چارو د یو داسې مشخص تنظیم کوونکي په حمایت غور وکړي،‌ چې د اوکراین لپاره د بسپنه ورکوونکو د هڅو د څار ځانګړی مسئول وي او د متحدو ایالتونو پراختیايي اداره هم باید له نورو نړیوالو مالي ادارو سره په همکارۍ غور وکړي.

د سیګار د راپور په اساس، په افغانستان کې د مرستو لوړه کچه «زموږ یوه بله کمزوري» وه. سپارښتنه یې دا ده چې د پېسو اندازه په پام کې ونیول شي، دومره وي‌ چې د اوکراین اقتصاد یې جذب کړای شي، د مرستو کچه دې تر همدې اندازې وساتل شي او د مرستو د څار لپاره باید د کارکوونکو شمېر زیات شي.

سیګار همدغه راز سپارښتنه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، پراختیايي نړیواله اداره او د دفاع وزارت باید د اوکراین د حکومت بنسټونو ته، چې حمایتي‌ بودیجې ترلاسه کوي، بیا کتنه وکړي ‌او ډاډ ترلاسه کړي‌ چې هغوی د فساد او پېسو د بېځایه مصرف کېدو د مخنیوي اغیزناکې لارې لري.

سیګار ټېنګار کړی چې فساد د افغانستان د بیارغونې د ماموریت په وړاندې موجود ګواښ و. سپارښتنه یې دا ده چې د امریکا حکومت او پراختیايي اداره د فساد د مخنیوي‌ د نورو لارو چارو تر څنګ،‌ باید په اوکراین کې د سیستماتیک فساد د مخنیوي هڅې لومړیتوب وګرځوي او پرېنږدي چې د متحدو ایالتونو ستراتیژیک اهداف کمزوري کړي.

د افغانستان د پوځ په جوړولو او اصلاح کې لوی فساد او د دغه فساد له کبله په متحدو ایالتونو باندې د افغان پوځ اتکا، بله هغه زده کړه ده چې سیګار سپارښتنه کوي چې باید دا په اوکراین کې تکرار نشي. سیګار ټېنګار کوي چې د فساد او اختلاس د مخنیوی لپاره د اوکراین د امنیتي ځواکونو د اصلاح په برخه کې فشار روان وساتل شي.

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا سر متفش همدغه راز ویلي دي چې د افغانستان د حکومت تر سقوط مخکې افغان ځواکونو ته د ورکړل شویو تجهیزاتو څار او تعقیب ستونزمن او ننګونکي وو او باید امریکا دا هم وارزوي چې د ضروري انتقالېدونکو وسلو د تعقیب او څار لپاره موجود سیستمونه جوړ او فعال دي.

د سیګار د سپارښتنو په اساس،‌ په افغانستان کې د څار او ارزونې سیستمونه کمزوري وو او د یو اغیزناک پروګرام د نشتوالي له کبله صادرات او واردات په ساده بڼه اندازه او حساب کېدل. وايي چې باید دا په اوکراین کې داسې ونشي.

سیګار وايي چې، متحدو ایالتونو په څه باندې یو کال کې له اوکراین سره دومره مرسته کړې،‌ چې د ۲۰۰۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۱۵ کال پورې یې، د افغانستان د بیارغونې لپاره کړې وه.

د روان کال د مارج له پیل راهېسې د متحدو ایالتونو کانګرس له اکراین سره د ۱۱۳ میلیارد ډالرو مرسته ځانګړې کړې ده او یوازې په امنیتي برخې کې یې ۳۵.۴ میلیارد ډالر لګول شوي دي.