شاته

د افغانستان د کشالې د هوارولو دپاره باید بین الافغاني خبرې پیل شي- فورزایمر

په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر وايي، د افغانستان د کشالې هوارولو لپاره د دې وخت رارسیدلی چې د ټولو افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

مېرمن فورزایمر وايي، په کومه بڼه چې طالبان هیواد اداره کوي، د افغان ولس په ځانګړي ډول د مېرمنو ځورول دي.

نوموړې له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "ډېری افغانان په هیواد کې بل ډول حکومت غواړي. هغوی متفاوت ډول ژوند غواړي او موږ د هغوی غږ نه دی اوریدلی."

هغه وايي، له همدې کبله د افغان امریکایانو یوې ډلې او یو شمېر نورو کسانو پریکړه کړې ترڅو ددې زمینه برابره کړي چې افغانان په خپلو کې وغږیږي او د خپل هیواد په اړه نظرونه شریک کړي.‌

فورزایمر وايي: "موږ اړتیا لرو چې په خپله افغانان وپوښتو چې هغوی د خپل ځان لپاره څه شان هیواد غواړي؟ نو له همدې امله مو د شورا نظریه رامنځ ته کړې ده."

دغه شورا "د افغانستان د نړیوالو ملګرو" په نوم د یوې ډلې لخوا پر مخ وړل کیږي او هر څوک چې له ۳۰ کلونو ټیټ عمر ولري کولای شي شپږو مطرح شویو پوښتنو ته لنډ ځوابونه ووايي. د فورزایمر په وینا، دغو پوښتنو ته د راټولو شویو ځوابونو په هکله به د اکتوبر په میاشت کې په یوه غونډه کې بحث کیږي.

فورزایمر وايي د طالبانو سره د سولې مذاکرات چې په کومه موخه پیل شوي وو، هغې پایلې ته ونه رسېدل.

هغه زیاتوي: "ددې لپاره زیات لاملونه شته، خو یو چې زه یې په اړه فکر کوم دا دی چې د کابل او لویو ښارونو نه بهر د هیواد په کچه د ټولو افغانانو غږونه اوریدل شوي نه وو."

نوموړې وايي، اوس ددې وخت رارسیدلی چې دا نظرونه واوریدل شي. له اني فورزایمر سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.