شاته

روسیه: اوکراین ته نږدې کیدونکې کښتۍ به احتمالي پوځي اهداف وګڼل شي 

روسیې څو ورځې وروسته له هغې چې د اوکراین سره یې د غلو د صادراتو تړون لغو کړ، د چهارشنبه په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) وویل چې په تور سمندرګي کې د اوکراین بندرونو ته تلونکې کارګو کښتۍ به د احتمالي پوځي کارګو په توګه وګڼل شي.

د روسیې د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل: "د مسکو په وخت د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۰ د روسیې پر وخت د سهار له لومړیو شیبو څخه، په تور سمندرګي کې ټولې کښتۍ به چې د اوکراین بندرونو ته ځي د احتمالي پوځي بار وړونکې کښتۍ وګڼل شي."

کیف ویلي سره له دې چې روسیه له هغه تړون څخه وتلې چې د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو باروړونکو کښتیو ته د خوندي تیریدو اجازه ورکوي، دوی چمتو دی چې د خپلو جنوبي بندرونو له لارې د غلو صادراتو ته دوام ورکړي.

د اوکرایین د ولسمشر مرستیال میخایلو پودولیک د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې کیف د تور سمندرګي هیوادونو سره په ګډه د پوځي ګزمې په اړه فکر کوي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې کرملین د مسکو له ګډون پرته د تورې بحیرې د سمندري لارو د "خطرونو" په اړه خبرداری ورکړ، روسیې د چهارشنبه په ورځ یو نوی ډیر قوي ګواښ خپور کړ.

په دې بیان کې ویل شوي: "د دغو کښتیو بیرغ لرونکي هیوادونه به د اوکراین په شخړه کې د کیف د رژیم د اړخ په توګه وګڼل شي."

په خبرپاڼه کې همداشان ویل شوي، "د تور سمندرګي د نړیوالو اوبو په شمال لویدیز او سویل ختیځو برخو کې ځینې سیمې د تېرېدو لپاره په موقتي ډول خطرناکې اعلان شوې دي."

هغه کښتۍ چې د یو ځانګړي هیواد سره راجستر شوي – ددي بیرغ اړوند دولت - باید دغه مقررات مراعت کړي.

د اوکراین ګاونډیو هیوادونو له اروپایي ټولنې غوښتي چې د غلو د صادراتو بندیر وغزوي.

د پولنډ د کرنې وزیر رابرټ ټیلس د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ وویل چې د اوکراین ګاونډیانو له اروپایی اتحادیې څخه وغوښتل چې د غلو د وارداتو بندیز وغځوي چې ټاکل شوې د سپټمبر په ۱۵ نیټه پای ته ورسیږي.

ټیلوس په وارسا کې له خپلو سیالانو سره تر غونډې وروسته وویل: "موږ پنځه هیوادونه - پولنډ، بلغاریا، هنګري، سلواکیا او رومانیا - د کال تر پایه پورې زموږ هیوادونو ته د اوکرایین څخه د غلو دانو پر وارداتو د بندیز د غځولو په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه."

د جون په میاشت کې، اروپايي اتحادیې موافقه وکړه چې له اوکراین څخه پنځو ګاونډیو هیوادونو ته د غلو واردات محدود کړي چې غواړي ددغو هیوادونو د بزګرانو اندیښنه لرې شي چې وایي د اوکراین څخه د غلو واردات د دوی په محلي بازارونو کې د نرخونو د راټیټیدو سبب کیږي او اقتصاد ته یې زیان رسیږي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د اوکراین د غلو د صادراتو د تړون د لغوه کېدو له امله به هغه بیوزلي هیوادونه سخت زیانمن شي چې له وړاندې د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیرش وویل: "د نړۍ په کچه په سلګونو میلیونو د لوږې او خوراکي موادو د قیمتونو د لوړوالي له کړکیچ سره لاس او ګریوان انسانان به [ددې تړون د لغوه کېدو] قیمت پرې کوي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د روسیې پریکړه وغندله او ویې ویل چې د خوراکي توکو بیې له وړاندې لوړې شوې دي.