شاته

ولې غوړي باید کم استعمال شي؟ کوم ډول غوړ ښه دي؟

له اندازې زیات غوړي او په خاص ډول د حیواني غوړیو استعمال د وینې د کولسترول د زیاتېدو او د زړه د رنځ د پیدا کېدو سبب کېږي.

د صحي او سالم غذايي رژیم د تنظیم لپاره کمه اندازه غوړي کافي‌ دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د غوړیو له حده زیاته استفاده د زړه د رګونو د بندېدو سبب کېږي او د سرطان د ځینو مشخصو بڼو سره رابطه لري.

غوړ د عصبي سلولونو او هورمونونو د جوړېدو، د التهاب د کنترول، د سلولونو د حفاظت او د بدن د دوامدارې انرژۍ د تامین لپاره مهم دي. همدغه راز په غذا کې د غوړ موجودیت ویټامین اې او ډي جذب کوي،‌ په همدې اساس باید داسې ونشي چې په غذا کې بیخي غوړي نه وي.

د ملګرو ملتونو د روغتیايي چارو پوهان وايي چې باید د یو انسان له ۱۰ سلنې کمه اړتیا وړ انرژي له غوړیو څخه ترلاسه شي. د بېلګې په توګه که یو کس د ورځې ۲۲۰۰ کالوریو ته ضرورت لري، باید د هغه په ورځني خواړه کې له ۲۵ ګرامه غوړ څخه زیات نه وي. هر ګرام غوړي په بدن کې نهه کالوري انرژي تولیدوي.

هغه غوړي چې په بدن کې نه جذب کېږي او نه هضم کېږي، د خوږ او پروتینونو په څېر په وازګې بدلېږي، په بدن کې زېرمه کېږي او د انسان د چاق کېدو سبب کېږي.

د غوړیو ډولونه

په ورځنیو خوړو کې درې ډول غوړ مشبوع، غیرمشبوع او ترانس موجود دي او هر یو یې جلا ځانګړتیاوې لري.

حیواني او د لبنیاتو محصولات د مشبوع غوړ عمده سرچېنې دي، لکه د پسه خوښه او ځینې نور نباتي غوړي لکه د نخل او ناریال غوړي. د نا مشبوع غوړ په څېر د ترانس غوړ هم په طبعي ډول په اکثره غذاګانو، لکه په غوښو او د شېدو په محصولاتو کې وي. د ترانس غوړ په ځینو نباتاتو کې هم شته.

دا ډول غوړ هم د وینې د کولسترول د زیاتېدو او رګونو د بندېدو سبب کېږي. ډاکټران وايي چې په ورځنیو خوړو کې باید د ترانس له پنځه سلنه غوړیو څخه زیات ونه کارول شي.

د زړه د رنځ او سکتې د کموالي لپاره باید د غوړیو استعمال کم شي او هغه کمه اندازه هم چې کارول کېږي باید له نامشبوع غوړ څخه وي. څېړنو ښودلو چې د مشبوع غوړیو په ځای د نامشبوع غوړیو کارول د وینې کولسترول کموي.

نباتي غوړي، د زیتون غوړي، د اوکادو غوړي، د افتاب پرست غوړي، د وږیو/جوارو غوړي او کنوال غوړ د نا مشبوع غوړیو ښې بېلګې دي.

همدغه راز اومیګا۳، اومیګا۶ نامشبوع غوړ هم باید له غذايي سرچېنو څخه ترلاسه شي. وږي/جوار، افتاب پرست ګل، چارمغز، بادام او کاجو د اومیګا۶ غوړ سرچېنې دي دي او کب او ماهیان بیا د اومیګا۳ د غوړ ښه سرچېنه ګڼل کېږي.