شاته

پوتین د واګنر ډلې له مشر سره لیدلي- کرملین 

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند دیمیتري پسکوف نن دوشنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د واګنر جګړه مارې ډلې له مشر یوګیني‌ پرېګوژین سره لیدلي دي.

د کرملین د معلوماتو په اساس، دا ملاقات د روسیې د لوړ پوړیو پوځي مشرانو په ضد د واګنر ډلې له بغاوت څخه څو ورځې وروسته د جون په ۲۹ شوی دی.

د کرملین ویاند د مسکو په لوري د واګنر ډلې د وړاندې تګ په اړه وویل: «ولسمشر د جون د ۲۴ د پېښو په اړه خپله ارزونه بیان کړه... او د [واګنر] د قومندانانو خبرې یې واورېدې.»

د کرملین د ویاند په وینا په دغه درې نیم ساعته ملاقات کې د واګنر قومندانانو څرګنده کړه چې د روسیې «د دولت د مشر سر سخت ملاتړي» دي. د پسکوف په وینا، هغوی همدغه راز ویلي‌ چې د «مور وطن لپاره جګړې ته چمتو» ‌دي.

سره له دې چې د واګنر ډلې د بغاوت څخه دوې اوونۍ ووتلې خو لا هم د دغې ډلې د اینده او هغې معاملې په اړه، چې د دې ډلې بغاوت یې پای ته ورسوه، ډېر معلومات نشته.

د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب د کرملین او واګنر ډلې ترمنځ تړون وشو، چې په اساس به یې د دغې ډلې مشر پریګوژین او جنګیالي یې بلاروس ته تبعید کېږي. خو د بلاروس ولسمشر ویلي دي چې پرېګوژین او جنګیالي یې هلته نشته.

لوکاشینګو د تېرې پنجشنبې په ورځ په منسک کې خبریالانو ته وویل: «تر کوم ځای پورې چې د پرېګوژین خبره ده، هغه په سینت پیترسبرګ کې دی... په بلاروس کې نشته.»

د حالاتو څارونکي د واګنر ډلې د پوتین د حاکمیت لپاره تر ټولو لوی خطر ګڼلی. د دوی په باور په روسیې کې د پرېګوژین موجودیت د دې څرګندوی دی چې د هغه خطر لا په خپل حال دی او مسکو د دغې ډلې د جنګیالیو په اړه د پرېکړې تر وخت پورې له هغه سره له احتیاط نه کار اخلي.