شاته

جمهور رئیس بایډن په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه جولای ۹ (چنګاښ۱۸) په پنځه ورځني سفر اروپا ته روان شو او ټاکل شوې چې د سفر لومړی تمځای به یې په برتانیې کې د پاچا چارلز دریم او صدراعظم ریشي سوناک سره لیدنه وي.

تر لندن وروسته ښاغلی بایډن د ناټو د غړیو هیواونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره لیتوانیا ته ځي او د سفر ورستی تمځای یې فنلنډ دی چې تازه د ناټو غړی شوی.

ټاکل شوې چې د ناټو په غونډې کې به د نړۍ دې تر ټولو ستر امنیتي سازمان غړي د روسیې یرغل د ځواب ویلو لپاره د اوکراین سره د ملاتړ په ډیروالي او همدارنګه پدې سازمان کې د سویډین په غړیتوب وغږیږي.

د ناټو نهو ویشتو غړیو هیوادونو پدې سازمان کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کړی خو یوازې ترکیې او هنګري لا تر اوسه پدې هکله خپل مخالفت پای ته ندی رسولی.

د ترکیې جمهور رئیس تیره اوونۍ داسې نښه څرګنده ګړه چې ګواکې دا هیواد لا هم چمتو ندی سویډن د ناټو غړی شي.

ښاغلي اردوغان چې د کابینې غونډې څخه وروسته یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې "سویډن لا هم باید د خپل کورنۍ کار بشپړولو لپاره ډیر څه وکړي".

اردوغان پخپلو خبرو کې یو ځل بیا د سویډن په پایتخت سټاکهولم کې د قرانکریم یوې نسخې سوځیدل وغندل او دا کړنه یې د مسلمانانو پر ضد د کرکې جرم وباله.

هغه زیاته کړه: "مونږ دا واضح کړې چې د ترهګریزو سازمانانو او اسلام څخه کرکې په خلاف ټینګه مبارزه کول زمونږ سرې کرښې دي. ټول باید پوه شي چې د ترکیې ملګرتیا د ترهګرۍ سره په ملاتړ او یا هغوي ته په ځای ورکولو نشي ګټل کیدی."

تمه کیږي چې د ناټو مشرانو په غونډې کې به ددې سازمان سره د اوکراین په یو ځای کیدو هم بحث وشي. د ترکیې جمهور رئیس تازه ویلي چې اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی.

خو بل پلو بیا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د ناټو سره د اوکراین یو ځای کیدو د رایې اچونې غوښتنه د وخت نه مخکې خبر ده.

ښاغلي بایډن تیره اوونۍ د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې وویل چې اوکراین لا هم د ناټو غړیتوب تر لاسه کولو لپاره چمتو ندی او په ناټو کې هم پدې هکله غوڅ اکثریت نشته چې د دې پریکړې ملاتړ وکړي، په ځانګړې توګه چې هلته جګړه روانه ده.

بایډن زیاته کړه، " که جګړه روانه وي او اوکراین د ناټو غړی شي نو مونږ ټول په جګړې کې یو. مونږ به د روسیې سره په جګړې کې اوسو. "

د ناټو په منشور کې ویل شوي که د دې سازمان په یو غړي برید وشي، داسې ده لکه په ټول سازمان چې برید شوی وي او باید د برید دفاع وشي.

د اردوغان او بایډن لیدنه:

د ترکیې جمهوري ریاست ویلي چې ټاکل شوې جمهور رئیس اردوغان د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډې په یوې جلا غونډې کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

د انقرې په اعلامیې کې ویل شوي چې په ناټو کې د اوکراین موقف، د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب او د امریکا لخوا ترکیې ته د ایف -۱۶ جنګي جیټ الوتکو تر لاسه کول هغه څه دي چې دواړه مشران به پرې وغږیږي.

په اعلامیې کې د بایدڼ او اردوغان د ملاقات په هکله څه ندي ویل شوي.

د ترکیې جمهور رئیس به د ناټو د غونډې د پیل کیدو څخه وړاندې د سویډن د صدراعظم اولف کریسټرسن سره هم وګوري.

د سویډن صدراعظم هیله لري چې اردوغان ته قناعت ورکړي د ناټو په سازمان کې د دې هیواد غړیتوب سره خپل مخالفت پای ته ورسوي.