شاته

اسرائیل له امریکا څخه ۲۵ جنګي الوتکي پیري

د اسرائيل حکومت وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه د دریو میلیارد ډالرو په ارزښت ۲۵ اف-۳۵ جنګي جټ الوتکې پیري.

د اسرائيل د دفاع وزارت نن یکشنبه جولاۍ دویمه [چنګاښ۱۱] په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغو الوتکو پيرودل منظور شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو میاشتو کې یې تړون لاسلیک شي.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دغو الوتکو له ترلاسه کولو وروسته به د اسرائيل د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو شمېر ۷۵ ته ورسېږي. اسرائیل په منځني ختیځ کې لومړی هېواد دی چې دا ډول الوتکې لري.

دا الوتکې تر ټولو پرمختللې جنګي جټ بلل کېږي، چې د رادار له سیستمونو څخه د تېښتې وړتیا لري او د کشفي او تعرضي اهدافو لپاره کارول کېږي.

د اسرائیل د دفاع وزارت ویلي دي چې «دا نوې معامله به د امریکايي شرکتونو او د اسرائیل د دفاعي صنایعو ترمنځ د الوتکو د پرزه جاتو د تولید په برخه کې دوامداره همکارۍ ته» لار پرانیزي.

اسرائيل د ۲۰۱۸ د مۍ په میاشت کې اعلان وکړ لومړی هېواد شو چې په جنګ کې یې اف-۳۵ جنګي الوتکې کارولي.

له سوریې سره په جګړې کې اسرائيل په دغه هېواد باندې لسګونه هوايي بریدونه کړي ‌او د سوریې د ځواکونو او د لبنان د حزب الله ډلې اهداف یې په نښه کړي دي.

د اف-۳۵ الوتکو د اخیستلو تر اعلان څو ساعته مخکې د اسرائیل دفاع وزارت وویل چې د سوریې د دافع هوا یو سیستم یې وېشتلی او ختم کړی دی. ویل کېږي چې اسرائیل له سوریې څخه د توغندیو د بریدونو په ځواب کې دا هوايي برید کړی دی.