شاته

سټولټنبرګ: وخت یې دی چې د ناټو د بشپړ غړي په توګه سویډن ته هرکلی ووایو

د ناټو مشر ینس سټولتنبرګ وايي چې ترکیه به بله اوونۍ په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه خبرې وکړي.

سټولتنبرګ په یو خبري کنفرانس کې د چهارشنبې په ورځ جون ۲۸ (سرطان اوومه) وویل: «اوس یې وخت دی چې د ناټو د بشپړ غړي په توګه سویډن ته هرکلی ووایو.»

د ناټو نور غړي هېوادونه په ترکیې باندې فشار راوړی، چې د جولاۍ په ۱۱-۱۲ په لیتوانیا کې د ناټو تر غونډې مخکې د سویډن د غړیتوب په اړه موافقه وکړي، خو انقره تر دې دمه د دغه کار مخه نیولې ده.

په همدې وخت کې ټاکل شوې چې د هنګري پارلمان د جولاۍ په اوومه نېټه په خپلې ځانګړې غونډې کې د سویډن د غړیتوب په اړه رایه واچوي.

د ناټو مشر وویل چې له ترکیې سره په خبرو کې د سویډن، فنلنډ او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران او استخباراتو مشران ګډون کوي.

تېرکال، په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، سویډن او فنلنډ خپل پوځي ناپیلیتوب ختم کړ او په ناټو کې یې د غړیتوب رسمي غوښتنه وکړه.

د ناتو ۳۱ غړي هېوادونه باید د نوي غړي د راتګ په اړه موافق وي. خو ترکیه په فنلنډ او سویډن کې د کردي اورپکو د موجودیت له کبله په دغو دواړو هېوادونو فشارونه زیات کړی، انقرې څه موده مخکې د فنلنډ په اړه خپل اعتراض بېرته واخیست او دا هېواد د اپریل په میاشت کې د ناټو غړی شوی.

ترکیه او هنګري په ناټو کې د سویډن د غړیتوب مخه نیولې ده.

د لویدیځ مقامات هیله لري چې د ترکیې د ټاکنو له ګټلو وروسته به ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن په اړه خپل موقف نرم کړي. د لویدیځ ایتلافیان او سویډن وايي چې له ترکیې سره د تېرکال د موافقې شرایط پوره کړي دي.

د دغه تړون په اساس، سویډن باید د کردستان د کارګر کوند په ګډون د کردانانو فعالیتونه وځپي، ترکیه دا ډله «ترهګره» بولي او په خپل تور لست کې یې شامل کړی دی.