شاته

پوتین د واګنر ګروپ بغاوت کوونکي "غداران" وبلل

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جون ۲۶ (چنګاښ) ملت ته د وینا پر مهال د مسکو پر ضد د واګنر ګروپ د وسله والو بغاوت منتظمین "غداران" وبلل او تور یې پرې ولګاوه چې خپل ولس ته یې درواغ ویلي.

ښاغلي پوتین پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د "بغاوت مشرانو خپل غړي مرګ خوا ته ورټیل وهل او دیته مجبورول چې خپل خلک ووژني".

دا د تیرې شنبې ورځې راهیسې چې په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو ملیشو مشر یوګني پریګوژین د مسکو په خلاف وسله وال بغاوت وکړ خو وروسته یې خپلو سرتیرو ته د شاتګ امر وکړ، لومړی ځل دی چې ښاغلي پوتین پدې هکله خبرې کوي.

د روسیي جمهور رئیس په وینا کې د واګنر ګروپ په نامه د ملیشو د مشر یوګني پریګوژین نوم وانخیست چې د بغاوت مشري یې کوله.

پوتین د واګنر سرتیري او قوماندانان "هیواد پال" وبلل او بلنه یې ورکړه چې د دفاع وزارت یا نورو امنیتي ادارو سره یو ځای شي. د روسیې مشر همدرانګه وویل چې دا کسان کولی شي بیرته د خپلو کورنیو او دوستانو سره یو ځای شي او یا هم بیلاروس ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې د واګنر مشر هم د بیلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب د کرملین سره د یوې موافقې له مخې همدې هیواد ته تللی خو ښاغلي پریګوژین د دوشنبي په ورځ د بغاوت څخه وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې دا ونه ویل چې له کوم ځای څخه خبرې کوي.

پوتین پرته لدې چې د پریګوژین نوم واخلي وویل، " د بغاوت تنظیم کوونکو د خپل هیواد، ولس او هغو کسانو سره خیانت کړی چې پدې جرم کې برخې اخیستو ته هڅول شوي".

د روسیې مشر وړاندې وویل چې د بغاوت تنظیم کوونکو د روسیې دښمنانو ته هغه څه په لاس ورکړل چې غوښتل یې او زیاته یې کړه، "دښمن غواړي چې روسي سرتیري یو بل ووژني او دا چې ملکیان او نظامیان دواړه ووژل شي او دا چې روسیه دې وبایلي او په خونړۍ کورنۍ جګړې کې ښکیله شي".

ولادمیر پوتین همدارنګه وویل چې په قصدي توګه یې د واګنر ملیشو وسله وال بغاوت پر ضد اقدام ونکړ ځکه غوښتل یې چې د وینې تویدو مخه ونیسي.

د واګنر ګروپ وسله والو د شنبې په ورځ د اوکراین پولې سره نږدې یوه ولایت پرته له کومې جګړې ونیوه او وروسته یې د مسکو په لور د حرکت کولو پلان درلود خو د ګروپ مشر خپلو سرتیرو ته د بیرته تګ امر وکړ.
د واګنر ګروپ وسله والو د شنبې په ورځ د اوکراین پولې سره نږدې یوه ولایت پرته له کومې جګړې ونیوه او وروسته یې د مسکو په لور د حرکت کولو پلان درلود خو د ګروپ مشر خپلو سرتیرو ته د بیرته تګ امر وکړ.

تر دې وړاندې د واګنر مشر ویلي و چې د روسیې د حکومت پرځول یې نه غوښتل .

ښاغلي پریګوژین د دوشنبې په ورځ چې د بغاوت څخه تیریدو څخه وروسته یې د لومړي ځل لپاره خبرې کولې، وویل چې د عدالت لپاره یې لاریون کړی و.

هغه په یوې غږیز پیغام چې په ټیلګرام کې خپور کړی ویلي، "مونږ د اوسني رژیم او په قانوني توګه انتخاب شوي حکومت د پرځولو هدف نه درلود".

د واګنر ګروپ مشر وایي د بې عدالتۍ پر ضد یې لاریون کاوه او ادعا کوي چې د روسیې پوځ د اوکراین په ختیځ کې د دوي مرکزونه په توغندیو ویشتي او بیا هیلوکوپترو هم پرې بمبارد کړی خو روسیه بیا دا تورونه نه مني.

د ملیشو دې مشر په تازه پیغام کې دا ادعا هم کړې چې د واګنر ګروپ یوازې په روسیه کې نه بلکې په نړۍ کې تر ټولو مؤثره قوه ده او دا یې هم وویل چې تر امر لاندې ځواکونو یې د اوکراین پولې سره نږدې د روسیې د روستوف – ان – ډان ښار د هیڅ کومې جګړې پرته ونیوه.

هغه وایي چې خپل وسله وال یې د مسکو په لور هم استولي و او یوازې ۲ سوه کلو مټره لار ورته پاتې وه چې ښیي د دې ملیشو غړي څومره په اغیزمنه توګه جګړه کوي.

د واګنر ګروپ مشر د شنبې په ورځ ناوخته د بیلاروس د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په خوښې موافقه وکړه چې د بغاوت څخه به تیریږي او په بدل کې کرملین ومنله چې د پریګوژین په خلاف به جنایي قضیه نه تعقیبوي.

د ملیشو دې مشر پخپل تازه ویډیويي پیغام چې څه باندې ۱۱ دقیقې دی او په ټیلګرام کې یې خپور کړی، دا ندي ویلي چې اوس مهال چیرته دی او په راتلونکې کې څه پلان لري.

تر دې وړاندې ویل شوي و چې دی به بیلاروس ته ځي.

د واګنر ګروپ مشر د یوې موافقې له مخې ویلي و چې بیلاروس ته ځي او پر ضد به یې جنایي قضیه نه تعقیبیږي.
د واګنر ګروپ مشر د یوې موافقې له مخې ویلي و چې بیلاروس ته ځي او پر ضد به یې جنایي قضیه نه تعقیبیږي.

د کرملین او پریګوژین تر منځ د موافقې جزیات هم تر دې دمه ندي په ډاګه شوي او جمهور رئیس پوتین هم د بغاوت څخه وروسته پدې هکله کومه تبصره نده کړې.

سره لدې چې د واګنر مشر د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو او نورو جګپوړو چارواکو پر ضد بغاوت پیل کړی و خو د روسیې په دولتي تلویزیون کې د دوشنبې په ورځ ښاغلی پوتین د جګپوړو حکومتي چارواکو سره ښکاره شو او دا یې ښودله چې د حکومتي چارواکو تر منځ یووالی شته دی.

په تلویزیون کې دا هم ښودل شوي چې د دفاع وزیر ښاغلي شویګو هم د امنیتي ځواکونو معاینه کوله.

په همدې حال کې د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین چې جمهور رئیس پوتین ټاکلی ومنله چې هیواد یې د ثبات د ستونزې سره مخ شوی و او د یووالي غوښتنه یې کړې.

هغه ویلي، "مونږ باید په ګډه عمل وکړو، یو ټیم واوسو او د ټولو ځواکونو تر منځ یووالی ولرو او د جمهور رئیس سره ولاړ اوسو".

سره لدې چې یوګني پریګوژین ادعا کړې چې د روسي ځواکونو د دفاع وزیر په امر په اوکراین کې د واګنر ملیشو په مرکزونو هوایي بمباري کړې او ۲ زره غړي یې وژلي دي خو روسي چارواکي دا ادعا بې بنسټه ده.

یوګني پریګوژین چې ۶۲ کاله عمر لري او د اوکراین په جګړې کې یې مهم نقش ادا کړی.