شاته

ایران وايي له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دی

ایران د دوشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) وویل، هیله لري چې له امریکا سره یې د بندیانو د تبادلې پر سر روانې غیر مستقیمې خبرې "مثبتې" پایلې ولري.

ایران د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د عمان په منځګړیتوب له امریکا سره د اتومي موافقې او د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه خبرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ وویل: "موږ د هغو خواوو له لارې د ایراني اتباعو د خوشې کولو لپاره خبرې کوو چې غواړي پدې برخه کې د خپل ښه نیت لمخې رول ولوبوي."

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ باید وګورو چې ایا د امریکا حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې وروستۍ پریکړه وکړي." هغه زیاته کړه، تهران هیله لري چې پدې برخه کې د "مثبت" بدلون شاهد وي".

لږ تر لږه درې ایراني الاصله امریکایان په ایران کې بندیان دي. په دې کسانو کې سوداګر سیامک نمازي هم شامل دی چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې نیول شوی او د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی دی.

په پاتې دوو بندي پانګوالو کې عماد شرقي چې د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی، او مراد طهباز چې د برتانیې تابعیت هم لري او د "امریکا سره د سازش" په تور په لس کاله بند محکوم شوی، شامل دي.

په تېرو دوو مياشتو کې ايران شپږ اروپايي اتباع ازاد کړل او خپل يو دپلومات، اسدالله اسدي چې د ترهګرۍ په تور په بلجيم کې بندي و، یې راخوشې کړ.

کنعاني وروستۍ څرګندونې د رسنیو له هغو راپورونو وروسته وکړې چې وايي واشنګټن او تهران د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون د دوباره عملي کولو په سر یوې موقتي موافقې ته نږدې شوي دي. دواړو لورو دغه راپورونه رد کړي دي.

د JCPOA په نوم پیژندل شوی دا تړون ایران ته د یورانیمو د غني کولو د محدودولو په بدل کې پر دغه هېواد بندیزونه کموي، خو په ۲۰۱۸ کې واشنګټن په یو اړخیز ډول له دې تړون څخه ووت.

په دې وروستیو ورځو کې دواړو هېوادونو د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوی د ۲۰۱۵ کال د موافقې د بدلولو لپاره یوې موقتي هوکړې ته نږدې شوي دي.

د تړون د بیا راژوندي کولو دپاره دې خبرو چې د تیر کال په اپریل کې پیل شوي، لا هم نتیجه نه ده ورکړې. تهران او واشنګټن په ۱۹۸۰ کال کې په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.