شاته

ملګري ملتونه: افغانستان د متامفتامین او هیرویین لوی تولید کوونکی دی

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د مخدره موادو «متامفتامین او هیرویین» په لوی مرکز بدل شوی او دا اکثر نشه يي مواد له هېواد څخه بهر قاچاق کېږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي چې د «متامفتامین» موادو له ضبط څخه ښکاري چې‌ په افغانستان کې د مخدره موادو په عوایدو ولاړ اقتصاد په بدلېدو دی.

افغانستان په نړۍ کې د تریاکو لوی تولید کوونکی هېواد بلل کېږي. له تریاکو څخه هیروین تولید کېږي.

ملګرو ملتونو دا راپور د یکشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورم) ناوخته خپور کړ او په کې ویل شوي چې افغانستان د شاوخوا څلور میلیون معتادینو په لرلو او د معتادینو د درملنې د کافي مراکزو د نشتوالي له کبله دا هېواد له یو لوی روغتیايي مشکل سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت الله ا خندزاده تېره اوونۍ په یوې اعلامیې کې ادعا کړې وه چې حکومت یې یو لړ «رغوونکي او مثمر» اقدامات کړي چې له کبله یې په افغانستان کې د نشه يي موادو کرکیلی صفر شوی دی. هغه ویلي چې «د مخدره موادو هر ډول تورید، تولید او استعمال» په افغانستان کې منع شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرایمو سره د مبارزې سازمان په خپل دغه راپور کې ویلي دي چې په نړۍ کې د «کوکاینو» تقاضا زیاته شوې او د «متامفتامین» تولید او قاچاق هم د دغه موادو له اصلي بازارونو څخه د باندې زیات شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې په نړۍ کې د مخدراتو د کارکوونکو شمېر ۲۹۶ میلیون ته رسېدلی او ۲۳سلنه زیاته شوې ده، چې ۲۲ میلیون یې «کوکایین» استعمالوي.

د راپورونو په اساس، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر، چې د مخدره موادو له کبله د پیدا شویو اندېښنو څخه کړېږي، ۳۹.۵ میلیون ته رسېدلی او یوازې ۲۰ سلنه یې د درملنې امکانات لري.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيی چې د «کوکایین» د چټک کشف او ضبط کېدو له کبله یې په نړۍ کې تر یوې اندازې د دغه موادو د ډېرې خپرېدو مخه نیول شوې ده.

په راپور کې راغلي دي: «دا مهال نړۍ د کوکایینو دوامدره عرضه او تقاضا تجربه کوي او دا وضعیت په ټولې نړۍ کې محسوس کېده او احتمالآ د مخدراتو د نویو بازارانو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اکثریت نیول شوي «متامفتامین» په ختیځې او جنوبي ختیځې اسیا، د امریکا د لویې وچې به شمال کې نیول شوي دي. خو دا سازمان وايي چې «متامفتامین» قاچاق د منځني ختیځ، لویدیځې افریقا او د نړۍ په نورو برخو کې هم زیات شوی دی.

دا مواد په افغانستان کې معتادین هم کاروي او هلته د «شېشه» په نوم پېژندل کېږي. دا مواد ډېر روږدی کوونکی دي او د انسان په عصبي سیستم باندې ناوړه او تلپاتې اغیز کوي.

«متامفتامین» په شلمې پېړۍ کې د «امفتامین» څخه جوړ شول، چې په لومړیو کې د پوزې د بندېدو د علاج او ځینو نورو دا ډول تکلیف د درمنلې لپاره کارول کېده او په ځینو هېوادونو کې په طبي درملنې کې د کارولو لپاره مجوز وو.