شاته

اسدالله خان: موږ د اسیا کپ ایمیرجینګ سیالیو ته الف لوبډله اعلان کړې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي چې دوی د اسیا کپ ایمیرجینګ لوبډلو د سیالیو لپاره هغه لوبغاړي اعلان کړي، چې د اینده لپاره ملي لوبدلې ته په پام کې نیول شوي.

اسدالله خان امریکا غږ ته وویل چې هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې ځلېږي، ملي لوبډلې ته یې د ورتګ مخه بیا څوک نیولای نشي.

افغان لوبغاړي به د جولاۍ په درېیمه سري لانکا ته ځي، چې دغو سیالیو ته چمتوالی ونیسي. په افغانستان سربېره هند، سري لانکا، بنګله دېش، پاکستان او د ځینو نورو هېوادونو لوبډلې لوبېږي.

جعفر هاند له اسدالله خان سره پوره مرکه کړې ده، مرکه یې دلته اورېدلای شي.