شاته

شنونکي: د طالبانو د مشرتابه 'محدوده کړۍ' د نجونو د تعلیم مخالفت کوي

افغان شنونکي وايي د طالبانو په مشرتابه کې یوه "محدوده کړۍ" د نجونو د تعلیم مخالفت کوي.

افغانستان د نړۍ یوازنی هیواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نشي تللی او پوهنتونونه یې هم پرمخ تړلي‌ دي.

د سیاسي چارو شنونکی خالد هادي وایي، که څه هم په کابل کې د طالبانو یو شمېر مشران او هغه طالب چارواکي چې په قطر کې وو، د ټولو افغانانو د تعلیم د حق پلوي کوي، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په ګډون یوه "محدوده کړۍ" د نجونو تعلیم ته زړه نه ښه کوي.

هادي وايي، د طالبانو د مشرتابه په شورا کې تقریباً پنځه کسان چې ډیر واک یې هم په لاس کې دی، د نجونو له تعلیم سره مخالفت ښيي. نوموړی زیاتوي: "پخپله قاضي القضات شیخ عبدالحکیم شرعي ددې کار مخالف دی. نور محمد ثاقب، خالد حنفي د امربالمعروف وزیر، او خپله شیخ هبت الله اخندزاده دي."

طالبانو په واو وار د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصیدو لپاره د یوې طرحې پر جوړیدو د کار خبره کړې خو په اړه یې نور جزیات ندي ورکړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي: "زما په عقیده باندې دغه ساعت ددې ټولو بدمرغیو، خصوصاً د تعلیم په برخه کې د بدمرغیو او بدبختیو اصلي مسئول ملا هبت الله اخند دی چې د طالبانو په راس کې واقع دی."

د تعلیم پر مسئله د طالبانو د جګپوړو مشرانو ترمنځ وخت ناوخته مخالفتونه څرګند شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د نجونو پر تعلیم د بندیز سره مخالف دی. ستانکزی وايي "د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو لپاره هیڅ شرعي دلیل نشته" او ټینګار کوي چې "د افغانستان ټول جید عالمان په یو نظر دي څو ژر د نجونو د تعلیم زمینه مساعده شي."

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي بیا د نجونو تعلیم یو "مباح عمل" بولي. د هغه دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو د پراخ غبرګون او نیوکو لامل شوې ده.

د خالد هادي په باور، د طالبانو محدود چارواکي د خپلو شخصي اعتقاداتو پر اساس د نجونو له تعلیم سره مخالفت ښيي. هغه وايي: "هغه سختدریځي چې د هغوی [طالبانو] په راس کې واقع دي د داسې سیمو څخه راغلي یا په داسې سیمو کې را لوی شوي دي چې هلته د ښځو د کار او د ښځو د تعلیم سره حساسیتونه له پخوا څخه موجود وو."

ښاغلی هادي په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د منع کیدو بل عمده لامل د طالبانو له خوا پر نړیوالو د فشار راوړل ګڼي. نوموړی وایي، په لومړیو کې له طالبانو څخه د نړۍ غوښتنې د ټولشموله حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه او یو شمیر نور موارد وو خو اوس ډیر تمرکز پر تعلیم باندې دی.

عبدالباري جهاني په دې باور دی چې د نجونو پرمخ د پوهنې د دروازو تړل ټولنه له بدبختیو سره مخ کوي او یوه ټولنه د ښځو او نارینه وو د ګډ کار پرته پرمختګ نشي کولای.

هغه وايي: "د نجونو پر مخ د تعلیم او تربیې او عصري تعلیم او تربیې د دروازو بندول د یوې شېبې لپاره، د یوې ورځې لپاره، د یوه کال لپاره ټول یو اهمیت لري. زه به جرئت ویلی شم چې د یوه کال لپاره د مکتبونو تړل سل کاله یوه ټولنه شاته غورځوي."

د اکثریت افغانو میرمنو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاه په خپل اختریز پیغام کې ادعا کړې چې د ښځو ټول شرعي حقوق تامین او حیثیت یې اعاده شوی دی.