شاته

افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په بدو هېوادونو کې دی-راپور

د ماشومانو د حقونو د دفاع یو سازمان افغانستان، جنوبي سودان او چاد په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو ناوړه هېوادونه یاد کړي دي.

د (KidsRights) په نوم د ماشومانو د حقونو یو سازمان نن دوشنبه جون ۲۶ (چنګاښ پنځم) په افغانستان کې د نجونو په زدکړو د طالبانو بندیز ته په کتو افغانستان د ۱۹۳ هېوادونو په منځ کې په ۱۹۱ مقام راوستی دی.

دغه سازمان همدغه راز ویلي دي چې د اوکراین د جګړې له کبله په نړۍ کې ډېر ماشومان په لوږې او بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، د ماشومانو د حقونو سازمان وايي چې په روان کال کې به په نړۍ کې ۲۵ سلنه ماشومان په فقر کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي په هرو دریو افغان ماشومانو کې یې یو له ښوونځي څخه پاتې او په دوی کې یې ۶۰ سلنه نجونې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق [یونیسف] تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې څه باندې ۱۵ میلیون ماشومانو له زده کړو بې برخې دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف مشر فران ایکویزا څه موده مخکې ویلي وو چې «په افغانستان کې ماشومان وږی نس ویده کېږي او وږی نس له خوبه پاڅېږي. هغوی د تندې ماتولو لپاره پاکې اوبه او د خوب لپاره نرم بستر نلري».

یونیسف ویلي اټکل کېږي چې په روان کال کې ۲.۳ میلیون افغان ماشومان په سوء تغذیه اخته شي، چې په دې ډله کې به یې ۸۷۵زره به یې د جدي سوء تغذیې له کبله درملنې ته اړتیا ولري.

د (KidsRights) په نوم د ماشومانو د حقونو سازمان ویلي دي چې د اوکراین د جګړې، اقلیم بدلون، کرونا وبا او یو لړ نورو نړیوالو بحرانونو له کبله په ماشومانو باندې فشارونه زیات شوي دي.

د دغه سازمان مرکز په هالنډ کې دی او د کلني شاخص په اساس یې، چې ماشومانو ته د درناوي ارزونه کوي، سویډن، فنلنډ، ایسلنډ په نړۍ کې د ماشومانو لپاره غوره هېوادونه ګڼل شوي دي.

دغه سازمان همدغه راز ویلي چې د اوکراین جګړې له کبله، چې د خوراکي موادو قیمتونه لوړ شول، په نړۍ کې به په هرو څلورو ماشومانو کې یې یو تر سخت فقر لاندې ژوند وکړي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي دي، چې ۷.۵ میلیون اوکرایني ماشومانو د جګړې زیانونه او تاثیرات ګاللي دي. دا سازمان وايي، چې د کروناویروس په مهال د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو په منځ کې ۶۷ میلیون ماشومانو د کروناویروس واکسین نه دی ترلاسه کړی. وايي ممکن د مخ په زیاتېدونکي فقر له کبله په نایجر، مدغاسکر او ځینو نورو سیمو کې تر پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو مړینه زیاته شي.

د دغه سازمان بنسټګر او مشر مارک دولیرت د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي، چې له دغه بحران څخه د ماشومانو د ساتنې او د ماشومانو د ښې اینده لپاره دې جدي‌ اقدامات وکړي.