شاته

ټانک کې وسله والو دوه سرکاري سکولونه سوځولي دي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې د هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي دي.

دسیمې پولیس او انتظامیې وي او اې ډیوه ته دا پېښه تایید کړه او وئ یې ویل د هلکانو یو مډل او بل پرایمري سکول د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې سوځول شوي دي.

د پېښو ذمه واري د دې رپورټ تر خپرېدو چا نه ده منلې.

په کوټ کټ سیمه کې د مئ په 19مه د دوو کسانو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړی شوي وو او د هغوي دمړو ترڅنګ غورځول شوي کاغذ کې ګواښ شوی وؤ چې نور داسې کسان په هدف دي چې امنیتي ادارو او پوځ ته جاسوسي کوي.

کوټ کټ د ټانک ښار نه نیزدې 10 کلومیټره لرې شمال ختیز ته پرته په سلګونو کورونو مشتمله سیمه ده او وروستي راپورټونه وایي تر دغې پېښې وروسته خلکو خپل کورونه پریښي دي.

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او وقار احمد ډيوه ته وویل کوټ کټ سیمه کې د شپې ناوخته نامالوم کسان راغلي او د سکولولو ودانیو ته یې اورونه لګولي دي.

هغه وویل د سکولونو سوځولو په دغه پيښه کې دکومې مرګ ژوبلې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي خو د سکولونو ودانیو کې کلاس رومونه سوځیدلي ندي.

د هغه وینا وه مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پېل کړي دي.

ډی پي د خلکو د کورونو پریښولو په اړه وویل د خلکو د امنیت د پاره پولیس او نورې امنیتي ادارې موجود دي باید ولس په وخت امنیتي ادارو ته خبر ورکوي پولیس به د ورانکارو پرضد کاروایی کوي .

په ټانک ضلعه کې امنیتي ځواکونو د مئ په 20مه د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ او د دوو عسکرو په تاوان یې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او بندوبستي سيمو کې د تندلارو لخوا په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.

په بمونو سره د سکولونو الوځولو وروستې پېښه د مئ په 22 د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې رامنڅته شوې وه چې دغلته وسله والو د جینکو دوه سرکاري سکولونه الوځولي وو.

هغه وخت د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین ددغې پېښې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ د سکولونه په وېجاړېدو نه وزیراعظم او نه هم بل کوم سیاسي مشر افسوس وکړو.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو بمي حملې غندلې وې او دا یې یو "غیرانساني عمل" بللی و، دا په په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اقتدار ته له رسېدو وروسته طالبانو د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی.

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو کې د کال 2020م نه وړاندې بیلابیلو وختونو کې نزدې 1500 سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو.

د چارواکو په وينا په يادو سکولونو کې زيات بيرته جوړ کړی شوي او فعال کړی شوي دي.

د امریکې نړيوالې مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] تېر کال د نومبر په میاشت کې ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00